د عربي هیوادو انقلابې څپې سعودي ته هم سریان وکړ

king_abdullah

نن ټکی آسیا: نن د سعودي عربستان په شرقي سیمه کې په سلهاوو شعیه مذهبه کسانو مظاهره وکړه، او د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې څو ورځي مخکې چې شیعه دیني عالم (توفیق العامر) نیولی خوشي کړي.
مظاهره د شرقي سیمي د الاحساء په سرحدي سیمه (هفوف) کې ترسره سوې، چې د بحرین سره پوله هم لري او د سعودي اکثره شیعګان چې د ځینو رسنیو له قوله 10 فیصده جوړيږی، په همدې سیمه کې اوسیږی.

په دې وروستیو کې د نورو عربي هیوادو په څېر په فیس بوک کې د سعودي حکومت په ضد هم د پاڅون غوښتني سوي چې تر اوسه یې خاص نتیجه نه ده ورکړي..
مګر نن امنتي چارواکو په ریاض کې هم یو درې نفره نیولي چې د یو مسجد مخي ته ولاړ وه او د حکومت او شاهي کورنۍ په ضد یې شعارونه ورکول.
د یادوني وړ ده چې سعودي هم د عربي هیوادو په هغه لیسټ کې راځی چې خپل عام اولس ته د بیان او رايي ازادي نه ورکوي او پر حکم باندي د یوې شاهي کورنۍ واک دی، او خپل هر سیاسي مخالف د نا معلومي مودې لپاره په بند محکومه وی، چې دا وخت هم د ځینو سرچینو له قوله تر پنځوس زره زیات سیاسي بندیان لري، چې د مختلفو طبقو کسان لکه دیني عالمان، تجاران، سیاستمداران، محصلین او ژورنالیستان په کښي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.