د آم زړی او د مخ پوستکي لپاره یې ګټې!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): آم ته د میوو باچا ویل کیږي، تر ټولو خوندوره او ښه رنګه میوه ده چې هم پرې د دسترخوان ښایست جوړ وي، هم یې خوند ډير وي او هم یې روغتیایي ګټې ډېرې دي.

خو دلته تاسې ته یوه بله عجیبه لارښوونه کوو چې د آم خوړلو پرته هم ددې ګټې شته، هغه دی ددې زړی «زڼه»، چې د مخ او پوستکي د ستونزو ختمولو او ښایسته کولو لپاره مؤثر او اغیزناک ثابتیږي.

په عام ډول د آم زړی په ځینو حکیمي درمل کې هم استعمالیږي، چې د نورو ناروغیو په مخنیوي کې هم ښه اغیز کوي.

ګټې یې په لاندې ډول دي:

د ګرمۍ په موسم کې د انسان مخ یا پوستکی خپله طبیعي ښکلا له منځه وړي، لامل یې تېز لمر او بدن څخه د خولې وتل دي، ددې لپاره له لاندې لارې ګټه پورته کړئ.

د آم زړی

د آم زړی د پوستکي رطوبت/نمي فعاله ساتي، ددې لپاره د آم زړی راواخلئ او پر مخ یې د ۲ یا ۳ دقیقو لپاره ومخښئ، د ۵ دقیقو لپاره یې پر مخ لګیدلی پریږدئ، او بیا یې په یخو اوبو پریمنځئ. په دې سره به مو د مخ روڼتیا ښکاره شي، د ښه اغیز لپاره دغه کار اوونۍ کې ۳ ځل تکرار کړئ.

آم او مستې

که ستاسې مخ غوړ وي، نو دغه لاره ستاسو لپاره ډېره ګټوره ثابتیږي. د پوخ ام زړی واخلئ، یوه غټه کاشوغه مستې او یوه کاشوغه شهد، درېواړه ښه ګډ کړئ، او تر دې اندازې یې نرم کړئ چې د کریم بڼه غوره کړي، بیا یې پر مخ ووهئ او د لسو دقیقو لپاره یې پریږدئ، له مخ څخه به مو غوړوالی ختم کړي، ښکلی به شي او خپل طبیعي حالت ته به یې راولي.

د آم زړی او د بیسن پوډر/وړه

د پوخ آم زړی، دوه کاشوغې د بیسن پوډر «Gram Flour»، نیمه کاشوغه شهد او یو څو دانې بادام واخلئ، په یوه لوښي (یا جوسر کې میکس کړئ) کې واچوئ، ښه یې ګډ کړئ، تر څو د کریم په شان نرم شي، بیا یې پر مخ ووهئ او له لسو څخه تر دولسو دقیقو یې پریږدئ، بیا یې په اوبو پریمنځئ. د ښه اغیز کولو لپاره دغه عمل بیا هم تکرار کړئ، ورسره به مو د مخ هر ډوله ستونزې حل شي.