بلخ: يوې پېغلې د والي د خور زوی وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د دې ولایت د والي خوريی د یوې پېغلې له لوري وژل شوی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي وژل شوی ځوان د والي محمد اسحق رهګذر د خور زوی دی، چې قاتله يې نیول شوې ده.

هغه د پېښې د علت په اړه څه نه دي ويلي، خو د ابوعلی سینا د حوزوي روغتون مشر نورمحمد فیض وايي، د سیف الدین په نوم دغه ځوان ورته په ټپي حالت کې تېره شپه راوړل شو، چې سهار ته نږدې يې سا ورکړه.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي پېښه په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د بلخ امنیه قومندان جنرال اکرم سامح وايي دوی پېغله عدلي ارګانونو ته سپارلې او د پېښې د علت په اړه يې پلټنې روانې دي.

محمد اسحق رهګذر د عطامحمد نور نږدې کس بلل کېږي، چې ارګ له نور سره تر معاملې وروسته د مارچ په څوارلسمه د بلخ والي اعلان کړ.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د