د فراه استازې: حکومت تر جګړې دوه ورځې وړاندې خبر و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه استازې حمیرا ایوبي وايي حکومت د دې ولایت پر مرکز د برید په اړه دوه ورځې وړاندې خبر درلود.

هغې نن رسنیو ته ویلي، د تېرې شنبې په ورځ يې پر مرکزي حکومت غاړې خلاصې کړې، چې پر فراه یو لوی برید کېدونکی دی، خو چا يې په اړه کوم اقدام ونه کړ.

تېره ورځ طالبانو د شپې پر دوه بجې د فراه په مرکز برید وکړ او تر ماسپښينه يې ګڼې دولتي ودانۍ ونیولې، د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی خپل هدف ته ورسېدل.

دوی پخپله خبرپاڼه کې د قومندانانو په ګډون د ۶۳ دولتي منسوبینو د وژل کېدو او شاوخوا لسو نورو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکړی دی.

حمیرا ایوبي وايي، په دې جګړه کې ۵۳ تنه عسکر وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي، د دې په وینا حکومت باید تر بریدونو وړاندې تیاری کړی وای.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د دوی هدف «د دښمن ځپل او له هغو څخه وسلې، مهمات و وسائط انتقالول» و، چې ترسره کړی يې دی.

په ورته وخت کې د غور ولایتي شورا د دې ولایت د سقوط اندېښنې په ډاګه کړې دي، د ولایتي شورا غړي عبدالبصیر قادري ويلي، د غور له مرکزه ولسوالیو ته غځېدلې لارې د طالبانو په لاس کې دي او هیڅ دولتي موټر او وسایل پرې تګ راتګ نه شي کولی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.