ډاکټر غني د دشت ارچي د بمبار له امله بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مه، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني له نږدې یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د کندوز په دشت ارچي کې د شوي بمبار له امله بښنه وغوښته.

د وري میاشتې په ۱۴مه افغان هوايي ځواکونو د کندوز په دشت ارچي کې پر یوه دیني مدرسه په بمبار کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

محمد اشرف غني د کندوز له قومي مخورو، دیني عالمانو او د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل، ارګ او د ملي دفاع وزارت د دې بمبار بښنه غواړي.

هغه وویل چې دی به د بمبار پر ځای یو مسجد او د شهیدانو په نوم یو څلی هم جوړ کړي.

د غويي د میاشتې په ۱۸مه یوناما هم پخپل تحقیقي راپور کې وویل، چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دفاع وزارت دا راپور بې اساسه وباله.

یوناما پخپل راپور کې له شاوخوا ۹۰ تنو سره مرکې کړې، چې یا د پېښې عیني شاهدان پاتې شوي یا يې هم د کورنۍ غړي او خپلوان په دې بمبار کې له لاسه ورکړي.

د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو له لوري په بمبار کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه يې یوازې ماشومان دي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د پېښې له ورځې د یوناما د راپور تر خپرېدو وروسته لا هم پرلپسې ټينګار کاوه چې دوی خپل هدف دقیق ویشتی دی.

رادمنش دعوه کوله چې دوی د دستاربندۍ پر غونډه نه؛ بلکې د طالبانو په یوه نظامي ناسته يې بمبار کړی او د طالبانو ګڼ مشران يې پکې وژلي دي.

دې پېښې چې پکې ۱۵۰تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول، په کور دننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول.

3 تبصرې

  1. زه په مقتدر خدای جل جلاله او بیا په اسلامي امارت پوره باور لرم چې د کندز د غیر انساني وحشت غچ په کاري او عبرتناکه توګه واخلي تر څو د شهیدانو د ورثه وو زخمي زړونه پرې یخ شي.

    خدای جل جلاله دې ټول هغه خوار لري چې د کندز په بمبار باندې خوشحاله او راضي وو، امین

  2. ورځ به یې راشي !!

  3. غوربندی صاحب !
    د شهادت سبیڅلی مقام د اخری غنی یا بډای توب مقام دی ، هغوی ژوندو مجاهدینو ته اړه نه لری چه خپل غچ پری واخلی . شهیدان ژوندی او زمونږ په شان خوراک کوی نو چیری به وی ؟
    ځواب : تر ټولو سپیڅلی ځآیو ( ګرم سنګرو ) کی به وخت تیروی ، د مجاهدینو په شان به جهادی کړنی تر هغو ترسره کوی چه بیا او بیا د شهادت لوړ مقام ته پرله پسی رسیږی . همدا د شهیدانو تر ټولو لویه غوښتنه ده چه پرله پسی شهید کیږی په جنتو کی تر ټولو لوی نعمت د الله ج لیدنه ده مګر شهیدانو ته د جنت تر ټولو نعمتو او بلاخره د الله ج د لیدلو تر نعمت او مزایاوو د شهادت مزایاوی ډيری اهمیت لری . الله ج یی د همدغه مزایاوو د تر لاسه کولو د پاره د شهادت د پاره بیا او بیا ژوندی کوی یعنی هیڅ مرګ نه لری.
    نو د شهیدانو غچ اخستنه د طالبانو کار نه دی بلکه د طالبانو ملاتړ د شهیدانو کار دی .
    د مشر ملا صاحبانو تر شهادت وروسته خلکو دوستانو او دشمنانو فکر کولو چه طالبان به کمزوری شی یا د نورو زرونو طالبانو په شهادت به کمزوری شی د دشت لیلی او قلعه جنګی په وحشتو به کمزوری شی حتی تاسی ګوری چه د دشت ارجی د تنکو تنکو ځوانو حافظانو تر شهادت وروسته وګوری چه د طالبانو د جهاد کاروان څومره په تیزه او په ښه کیفیت مخی ته روان دی هم یی د کابل باداران او هم یی د کابل غلامان حیران کړی او د هغه وخت خوپونه وینی چه د کمونستانو اخری مهره نجیب او یا شوروی اتحاد ورسره مخامخ وو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.