فیسبوک په راتلونکو درې میاشتو کې ۵۸۳ ملیونه جعلي اکاونټونه بندوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو شبکو مشهورې پاڼې فیسبوک اعلان کړی چې په راتلونکې درې میاشتو کې به ۵۸۳ ملیونه جعلي اکاونټونه له منځه یوسي.

د فیسبوک چارواکي زیاتوي چې دوی په دغه لړ کې تر دې دمه د څو دقیقو په دوران کې یو شمېر جعلي اکاونټونه له منځه وړي دي، چې په واسطه یې د ورځې په ملیونونو جعلي اکاونټونو جوړولو مخه نېول کیږي.

فیسبوک ددغه کار لپاره خپله کاري اندازه ټاکلې ده چې ددوی په وینا ۳ یا ۴ سلنه جعلي اکاونټونه فعاله او نور غیر فعاله دي.

فیسبوک د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ برخه کې د ۸۳۷ تنګونکي پیغامونو مخه هم نېولې ده، او پر سر یې مخالف کس ته ددغې کار خبرداری ورکړی.

ټولنیزه شبکه فیسبوک وایي چې دوی د ۲۱ ملیونه فحش او نامناسبه ویدیوګانو مخه هم نېولې، چې ۹۶ سلنه مواد یې مخکې له دې چې کتونکي يې وګوري د ځانګړې ټيکنالوژۍ له لارې له منځه وړي.

فیسبوک زیاتوي، چې د فیسبوک له ۱۰۰۰ مقالو/موادو څخه يې ۹ داسې دي چې د فیسبوک له معیاره سرغړونه کوي، او ددوی په نیزد غیر مناسب دي.

همدا ډول د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ برخه کې فیسبوک نږدې ۳.۵ ملیونه ویدیوګانې او مقالې چې ددوی په وینا تاوتریخوالی خپروي له منځه وړي دي، چې ۸۶ سلنه یې په تخنیکي لارو څارلې شوې دي.

خو فیسبوک وایي دغه ټکنالوژي چې دوی پرې د نفرت او تاوتریخوالي خپرولو په مخنیوي کې کار اخلي په ښه بڼه کار نه ورکوي، له همدې کبله ددې سره د پلټنې یوه ډله د ټیکنالوژي ترڅنګ د کارونو پر مخ وړلو ته مبارزه کوي، چې په دې لړ کې فیسبوک د هغو ۲.۵ ملیونه مادو مخنیوی کړی چې پر فیسبوک یې تاوتریخوالي خپراوه، له دې څخه یې ۳۸ سلنه له تخنیکي لارو کشف شوي دي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د