آی پي ایل: مجیب ځدراڼ په ننۍ لوبه کې هم نه دی شامل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې نن د مجیب ځدراڼ او ممبۍ انډینز لوبډلې په مهمه سیالۍ کې مخامخ دي چې مجیب ځدراڼ د نن لوبې په شمول په پرلپسې دویمه سیالۍ کې نه دی شامل شوی.

مجیب ځدراڼ څو ورځې وړاندې د توپ اچونې پر مهال په لاس په توپ ولګید چې له امله یې لاس ټپي شو او په هماغه مهال له لوبې کیناستل شو، چې له هغې وروسته د ویرات کوهلي لوبډلې پر وړاندې یې هم ګډون ونکړ او په ننۍ لوبه کې هم له لوبډلې بهر دی.

د مجیب ځدراڼ لوبډلې مشر اشوین د پچې اچولو پر مهال وویل چې هغه (مجیب الرحمن) لا توپ اچونې ته چمتو نه دی، او شونې ده په راتلونکې لوبه کې د لوبډلې برخه شي.

ننۍ لوبه چې لومړی توپوهنه د ممبۍ لوبډله ترسره کوي، د دواړو لوبډلو لپاره او په ځانګړي ډول د ممبۍ لوبډلې لپاره ګټل ډېر اړین دي، که چیرې په ننۍ سیالۍ کې د ممبۍ لوبډله ماتې وخوري نو دوی به له سیالیو بهر شي.

که چیرې د پنجاب لوبډله ماتې وخوري بیا به هم دواړو لوبډلو ته «پلی آف» پړاو ته د وتلو کم چانس ولري، د مجیب لوبډلې یوه ستونزه داده چې ددوی د منډو اوسط د نورو لوبډلو په پرتله کم دی، خو که ننۍ او راتلونکې سیالۍ وګټي دوی به پلی آف ته مستقیما لار ومومي.

همدا ډول په نورو لوبډلو کې چې د پلی آف پړاو وتلو ته چانس لري، رائل چیلنجر بینګلور، کلکته نایټ رائډرز، ممبۍ انډینز، کینګز الیون پنجاب او راجهستان رائلز شامل دي (ډېر چانس کلکته، پنجاب او راجهستان لوبډله لري)، چې له دوی څخه به دوه لوبډلې لار مومي، په داسې حال کې چې د راشد خان او دهوني لوبډلو له مخکې پلی آف ته لار موندلې ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.