آی پي ایل: د کی ایل راهول په زړه پورې توپوهنې يې لوبډله له ماتې ونه ژغورله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې د ممبۍ انډینز او مجیب ځدراڼ لوبډلې ترمنځ له زړه راښکونکې سیالۍ وروسته ممبۍ لوبډلې د مجیب لوبډلې ته د ۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.

ممبۍ لوبډله چې بریا ورته اړینه او په دغه سیالیو کې د ژوندي پاتې کېدو په معنا وه، له سختې لوبې وروسته او د جسپریټ بومرا په زړه پورې توپ اچونې په مرسته یې وکولای شول یو بل چانس هم ومومي، بومرا پخپلو ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ مهمې ویکټې يې ترلاسه کړې، او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

په دغه لوبه کې چې لومړی توپوهنه د ممبۍ لوبډلې وکړه او د پولارډ د چټکې نیمه سلیزې په مرسته یې ۱۸۷ منډې هدف وټاکه، خو د پنجاب لوبډلې ۱۸۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

د مجیب لوبډلې لخوا کی ایل راهول چې په زړه پورې چټکې ۹۴ منډې یې جوړې کړې او د لوبې په وروستي وخت کې يې خپله ویکټه له لاسه ورکړه، چې ددوی د ماتې لامل شو.

نوموړي د آرون فینچ سره ښه ملګرتیا ترسره کړه، خو ددوی د ویکټو له سوځېدو وروسته هیڅ کوم لوبغاړي ونشو کړای پاتې منډې جوړې کړي.

له بله اړخه مبصرینو د اشوین لوبډلمشري هم د سوال لاندې کړه، چې لومړی یې پخپله ښه توپ اچونه وکړه خو بیا یې هم ۴م اور ترسره نکړ، او همدا ډول د ارون فینچ ویکټې له سوځېدو وروسته یې د یوراج سینګ پرځای مارکوس سټوینز ته موقع ورکړه، چې نوموړی د تېرو سیالیو په څېر نن هم ناکام شو.

بهر حال، اوس ممبۍ لوبډلې ته د پلی آف لپاره چانس زیات او د مجیب لوبډلې لپاره کم شو، خو دواړه لوبډلې کولای شي له سختو حالاتو وروسته لار ومومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د