دیني، سیرت او تاریخ

یو ګام تر رڼا پورې (۲) – له ام ټي وي تر مکې

لیکوونکی: ډاکټر احمد شکیب احمدي

په انټرنټ کې مې یو کتاب ولیید چې پرې لیکل شوي وه (له ام ټي وي تر مکې)، دا چې زه هم یو ژورنالیست یم نو خوښ مې شو او له ډانلوډ وروسته مې د کتاب په لوستو پیل وکړ. دا کتاب (کریسټين باکیر) لیکلی دی، هغه یوه ژورنالیسته ده چې په لندن کې ژوند کوي. په دې کتاب کې یې د خپل ژوند پیل او د خپل مسلمانیدو کیسه کړې چې ما یې نقل قول په خلاصه شکل را اخیستی دی نو هیله ده چې خوند به ورنه واخلئ.

زه یوه داسې مسلمانه یم، چې اروپا کې ژوند او دنده لرم او دا کومه ساده خبره نده. موسیقي او هنر له پیل نه زما د ژوند مهمې برخې وې، ځکه ما په (ام ټي وي) کې کالونه د هنر او موسیقۍاړوند، مشهوره داسې خپرونه چلولې چې په کې مې د نړۍ د (راک او پاپ) موسیقۍ پیژندلي سندرغاړې میلمه کړي او په ټوله اروپا کې خلکو له دې خپرونې خوند اخیستی. همدې موسیقۍ په پیل کې زما د زړه دروازې اسلامي فرهنګ ته پرانیستې، او دا کار هغه وخت وشو کله چې زه د پاکستان له عمران خان سره معرفي شوم، هغه راباندې د پاکستان موسیقي (کاوالي) واوریده، په دې موسیقۍکې د مینې اظهار وو خو دا مینه د خدای مینه وه کومه مینه چې ما یې په اوریدو د اسلام پيژندلو شوق وکړ.

بلي ما له دې وروسته اسلامي کتابو ته مخه کړه، د عمران خان په بلڼه پاکستان ته لاړم، هلته مې د اسلامي فرهنګ ښکلاوې له نیږدې ولیدې، د مسلمانانو مینه مې درک کړه او د خپل ژوند مهمې پوښتنې دا چې څوګ یم؟له کومه راغلې یم؟ او چیرته به ځم تر لاسه کړې. له هغې وروسته مې پریکړه وکړه چې نورې څيړنې هم وکړم او له درې کاله څیړنې، مطالعې او مشاهدې وروسته مې اسلام قبول کړ او مسلمانه شوم.

زما له مسلمانه کیدو وروسته ژوند اسانه نه وو ځکه ما مې دنده له لاسه ورکړه او ان د تروریستې نوم راباندې کیښودل شو خو دې خبرو ته تسلیم نشوم او پریکړه مې وکړه، چې نورو اسلامي هیوادو ته سفر وکړم، نو له ترکې، سورې او مراکو نیولې ان تر عراق ولاړم او له درې کاله څیړنې، مطالعې او مشاهدې وروسته مې الله تعالی هغه ځای کې نصیب کړ چې هر مسلمان یې د لیدو ارمان لري، کعبه یادوم.

له مسلمانه کیدو مخکې سره له دې چې هر څه مې درلوده خو بیا به مې هم د یوې کمۍ احساس کوه او بلاخره ما خپله دغه کمي پیدا کړه. اوس خوشحاله یم او ویاړم چې د دنیا او اخرت لاره مې غوره کړې او دا کتاب مې ځکه لیکلی چې کیدای شي الله تعالی یې نورو ته د هدایت وسیله وګرځوي. یو څه چې ما ډیره خفه کوي هغه د اروپایي رسنیو کمه پوهه د اسلام په اړه ده او دا کمه پوه هم ټول منفي تبلیغات دي، نو یوه ستره هیله مې دا ده چې الله تعالی دي اروپایي رسنۍ د اسلام په ریښتینې معنا پوهې کړي.

دا د (ام ټي وي نه تر مکې) کتاب د لیکوونکې او تکړه ژورنالیستې د خبرو غورچان وو چې له ټول کتاب مې را اخیستی او تر وروستي حده مې خلاصه کړی وو هیله ده چې خوښ شوی به مو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx