ضرورت دی راشه بیا صلاح الدینه!!!‎

شعر: مولوې صدیق خوستوال،

چیرته یې خبر یې او کنه صلاح الدینه
اه او فریاد اوری؟ د اقصٰی صلاح االدینه

وکړه قیــادت دفلسطین مظـلومو خلـکو
بیا دی ضرورت شو راشه بیا صلاح الدینه

اه د فلسطین پتمنې خـویندی شـوی سرتـوری
چا ته سترګی واړه وې څوک شته صلاح الدینه

بیادی په اقصٰی باندی هغه خلک قابض دی
څوک چی وو شړلې تری نه تـا صلاح الدینه

راشه د عربــو جزیره په خوب ویده ده
دا ناسته یې پر مارۍ دغرب بالا صلاح الدینه

وایمه صدیق چی ټول کاڼه دی اوړانده دی
چــاته ګیـله وکــړو اولـه چــا صـلاح الدینه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.