نظــر

ډیورنډ کرښه یو فرضي بحث دی نه حقیقي!

ا- ځواک

د استعمارګرو هېوادونو يوه لویه پاليسي د تاريخ په اوږدو کې پر بې وزلوو ملتونو دا وه چې هغوی د پاڼ او پړانګ ترمنځ ايسارکړي.

په شلمې پيړي کې انګريزانو افغان ملت له همدغسې سرنوشت سره مخ کړ په لومړیو کې یعنی د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال روسانو ورځ تر ورځې د افغانستان د شمال له خوانه پر نوموړي فشارونه زیاتول دا فشارونه دومره ډير شول چې حتی پر‍ پنجده باندې یې بريد وکړ؛ په پایله کې غوث الدين خان او د نوموړي نور همسنګران په شهادت ورسيدل؛ خو ویل کېږي چې د برتانيا هيواد په هغه وخت په تلګراف کې الکساندر ته اخطار ورکړ تر څو له دا ډول کړنو ډډه وکړي؛ خو دا چې په حقیقت کې به څه وو دا معلومه نه شوه؛ خو کېدای شي دا کار په دې موخه شوي وي چې روسيه په هغه وخت کي د افغانستان ځمکني بشپړتيا ته لوى ګواښ شمېرل کېده؛ نو برتانویانو له همدى امله ویره درلوده او ځان ته زمينه سازي پیل کړه تر څو د افغانستان حکومت د پاڼ او پړانګ ترمنځ ايسار کړي او بل دا چې دا سیمه خو د آسیا زړه حیثیت لري او له هره پلوه دوی ته مهم و؛ خو دا باید هير نکړو چې عبدالرحمن خان استبدادى حکومت هم ترډيره حده ددې عامل شوى و ترڅو افغانستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ ايسار شي.

د ډیودنډ کرښې تاریخي او حقوقي اړخ ته لنډه کتنه:

دا یو حقیقت دی چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون قام پروت دی؛ دا ستر ټبر د نومبر په ۱۲ کال ۱۸۹۳ م کې د انګریزانو له خوا د یوه جبري لوظنامې(توافق لیک) تر مخه په منځ نیم شو،

1- له امو نه تر ډیورنډ کرښې پورې سیمې د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې داخلي شوي او بیا کوزه پښتونخوا په نورو دریوو برخو وویشل شوه! د ډیورنډ کرښي لاندي قبائیل د پیرنګي د سیاسي استازي (پولټیکل) د انتظام لاندې شول، د بلوچستان پښتني سیمي د برټش بلوچستان په نوم د برتانوي ریزیډنټ او د پښتونخوا علاقي د تاج برتانیه لاندې شوې.

پښتانه چې نه يوازي ګډ تاریخ، ګډه ژبه او ګډ فرهنګ لري؛ بلکې جغرافيایي وحدت هم لري او دا کرغیړنه کرښه یې په عمل کې نه ده منلې، انګریزانو هم د ډیورنډ کرښه په حقیقت کې نړیوال (بین المللي) سرحد نه؛ بلکې یوه انتظامي کرښه منلې او د دې کرښې دواړو غاړو پرتو پښتنو/ افغانانو ته پرته د پاسپورت او کاغذاتو نه د تګ راتګ اجازت ؤ.

۲ – څه وخت چې د ډیورنډ کرښه رامنځ ته کیدله، هغه وخت کې افغانستان نیم غلام او محکوم ؤ، کورنۍ ازادي امیر عبدالرحمن خان لرله؛ مګر باندینی واک د انګریزانو سره ؤ، Sir Mortimer Durand پدې وخت کې د برتانوي هند د بهرنیو چارو سیکرټري او هم د افغانستان د خارجه چارو مشر ؤ چې دغه نمونه لوبه د نړۍ په تاریخ کې نه شته چې یو سړی په یو وخت کې د دوه هیوادونو د بهرنیو چارو واکمن وي؛ نو د نړیوال قانون (International Law) له مخي دغه لوظنامه هیڅ حقوقي حیثیت نه لري.

۳ ـ کله چې په ۱۸۹۴ ع کال کې برتانوي جنرال بروس Bruce د کرښې د تیرولو لپاره د ډیره جات نه د لویې پوځ سره د ګوملي درې په لاره واڼه (وانا) په لور روان ؤ؛ نو د دير د جندول عمراخان یو سفزي او د مسیدو(محسودو) ملا او مشهور مشر ملا پیونده خبردارې Warning ورکړ چې موږ د ډیورنډ کرښه نه منو او مه راځه، که راغلې؛ نو ستا وینې به په کرښه تویې شي . مغرور پیرنګي ورته ځواب کې وویل چې دا واک د برتانیه او امیر عبدالرحمن خان سره دی؛ نو ملا صیب بې له ځنډه کابل ته لاړ او د امیر عبدالرحمن خان سره یې اړیکه ونیوله؛ مګر امیر صیب یو پرې کړی قدم پورته نه کړ او د خپلو ګټو(مفاداتو) له امله یې د ملا صیب سره د ملاقات نه انکار وکړو، ملا صیب تش لاس له کابل نه بیرته وزیرستان ته راستون شو، اوس پیرنګی ډاډه ؤ چې ملا صیب تش لاس راغلي دی؛ نو د انګریزانو پوځ واڼه ته راغی.

د نومبر په دوهمه کال ۱۸۹۴م کې د محسودو (مسیدو)، وزیر او خروټو سلیمان خېلو غازیان د ملا پیونده په مشرۍ د ګهیځ د لمانځه نه پس د پیرنګي پوځ کیمپ ته ورننوتل، لاس په لاس جګړه پیل شوه، ډېر غازیان شهیدان شول، پیرنګي پوځ باندې ناتار ګډ شو او ماتې یې وخوړه، ټوپکې، کارتوس، راشن ډیپو ګان، اسپې، کچرې او اوښان د غازیانو په لاس کې کېوتل او انګریزان یې وځغلول.

انګریزانو په دې جنګ کې دومره ډیره سخته ماته وخوړه چې دې جنګ ته یې د لویې غمجنې پېښې (ګریټ ډیزیاسټر The great Disaster ) او پنجابي او هندي پوځیانو ورته د ٬٬قتل ګړ٬٬ نوم ورکړ.

د همدې قامي پاڅون نتیجه وه چې جنرال بروس Genera Bruce بیرته زړه ماتی ډیره جات ته ستون شو او د ډیورنډ کرښه تر نن ورځې پورې پر ځمکه کش نه کړې شوه.

د پښتنو مشهور مشر حاجي میرزاعلی خان (ایپي فقیر) به ویل چې د ډیورنډ کرښه ۶۰ ګزه ده چې ۳۵ ګزه تورخم او ۲۵ ګزه سپین بولدک دی او نوره کرښه نه شته.

برتانویانو او امیر عبدالرحمن خان ملا صیب پیونده ته دسیسي جوړې کړې، د د ویېم پیرنګي او افغان جنګ اتل جنرال محمد جان خان وردګ، عمراخان یوسفزي او ځینې نور غازیان د پیرنګیانو او قزلباشانو په سازش د امیر په حکم شهیدان کړی شول. هغه وخت هم د امیر دربار د Anti Pashtoon قزلباشانو نه ډک ؤ.

۴ ـ څه وخت چې پیرنګی د هند څخه وتلو نو د خپلو ګټو (مفاداتو) په بنسټ ئې هند د مذهب په نوم تقسیم کړ او پاکستان د اسلام په نوم جوړ شو. پاکستان به ویل چې لاندې پښتانه سوچه مسلمانان دي؛ نو دا به خامخا د پاکستان برخه جوړیږي. خدائي خدمتګارانو ته وویل شول چې تاسي هند کې پاتې کیږۍ او که پاکستان غواړئ.

خدائي خدمتګارانو د ۱۹۴۷ ع کال د جون د میاشتي د بنو قراداد مطابق دریم اپشن یانې د پښتنو د خپلواک حکومت مطالبه (غوښتنه) وکړه، چې انګریزانو او پاکستان دواړو رد کړه؛ نو پدې وخت کې باچاخان د هندپاکستان٬ ټولپوښتني کې برخه ونه اخسته او د ریفرنډوم نه بایکاټ وکړ.

په اګست ۱۹۴۷کې پاکستان د مذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایته مغربي او مشرقي پاکستان په نامه لرلې. په ۱۹۷۱م کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه په اقتصادي بنسټ له پاکستان نه لویه برخه بیله شوه ځان ته ئې د خپل ملت په نوم بنګله دیش (بنګالیانو) هېواد جوړ کړ . بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بیل شو او دا یې ثابته کړه چې د هندوستان تقسیم د مذهب په نوم غلط ؤ. قوم او اقتصاد کامیاب شو او هغه تیورې هم غلطه شوه کوم ته چې دوی Two Nation Theory ویله؛ نو اوس خو د انګریزانو له خوا جوړ شوی پاکستان له سره نه شته او د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه بلکې د پښتنو د خپل ټاټوبي لرې او برې پښتونخوا تر منځ ده.

دا کرښه د De fecto په بڼه شته؛ مګر د De Jure حیثیت نه لري مطلب دا چې کرښه شته؛ خو قانوني حیثیت نه لري. د پاکستان حکومت دا خیال کوي چې کرښه خو دDe fecto په شکل کې شته دی که De Jure شي؛ نو ښه ده او که نه شي؛ نو دغه د De fecto شکل یې هم په ګټه دی. دا کرښه پښتون/ افغان ولس او افغان حکومت هم غیر قانوني اعلان کړې او د De Jure شکل یې نه مني او نه به یې ومني؛ ځکه په اصل کې دا د دواړو خواوو د خلکو حق ګڼل کېږي.

بلخوا د هر دوه اړخيز او څو اړخيز تړون معمول مراحل دا دي چې له لاسليک وروسته بايد تړون د پارلمان لخوا تائيد او د خلکو په واک کې هم ورکړل شي. که څه هم د دواړو تړونونو پرمهال افغانستان پارلمان نه لرلو؛ خو بريتانيا چې هرڅه يې درلودل هم دا کارونه ونه کړ. د دې ترڅنګ نړيوال تړونونه بايد په ملګرو ملتونو کې هم ثبت او خوندي شي؛ خو ډيورنډ تراوسه په ملګرو ملتونو کې نه ثبت شوی او نه هم خوندي شوی دی.

له بلی خوا که زموږ ویښتیا او روښانتیا پړوانه هم په ښه توګه مخ نه ځي په ځینو تش په نامه افغانانو کې د هېواد پالنې او په ټوله کې ملي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه نه کوي او د پیسو په بدل کې له دې ټولو ارزښتونو سرغړونه کوي او د پاکستان په او نورو ګاونډيو په اشاره ناڅي.

که خبره را لنډه کړو نو پاکستان د دې فرضي بحث به تودولو سره خپل منځي اختلافات او پېښدونکي ستونزې توجیه کول غواړي او پاکستانيان په دې ښه پوهېږي چې د دې فرضي کرښې چیغه افغان حکومت هر کال څو څو واره د رسنیو له لارې د نړیوالو غوږنو ته ورسولې او د دې کرښې د نه منلو غږ یې پورته کړی؛ خو دا چې افغانستان له اوږدې مودې د جنګ او جګړې په اور کې سوځي او افغان ولس ته موقع په لاس نه ورځي؛ نو ځکه د پنجاب حکومت له موقعی نه په ګټې اخیستنې سره دعوې کوي او دا حکومت چې په اصل کې د ISI په مرسته او لار ښونه پر مخ ځي هېڅکله به هم دا خوب رښتیا نه شي کړای؛ ځکه دا د کرښې دواړوه خوایې دوی ښه پېږني او دا ثابته کې هم ده چې دوی څومره میړني او په خپل قول او فعل کې رښتني دي.

اخذونه:

Pashtoon social democratic party (PSDP)
افغان جرمن آنلاین

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close