انسان او بې عدالتي

لیکنه: سیداصغر هاشمي

انسانان یکرنګ او همرنګ پیدا شوي دي. د دوی د بدن دننني او بهرني جوړښت کې له عدالته کار اخیستل شوی.

که د انسان لاسونه د قد له اندازې اوږده شي، یا یې سترګې له حده غټې شي او یا یې د بیروني اعضاوو شمېر زیات و کم شي، سترګې د دوو پرځای درې یا یوه شي، نو لویه ستونزه جوړوي. همدارنګه د بدن په داخلي جوړښت کې که وینه زیاته شي یو ډول ستونزه ده او که کمه شي بله ستونزه پیدا کېږي، نو ځکه الله تعالی فرمایلي دي: «فی احسن اتقویم».

همدارنګه کاینات هم برابر پيدا شوي دي، که سپوږمۍ او لمر یو بل ته لږ نږدې او لرې شي، نظام به ګډ وډ شي، خو ډېر انسانانان خپل داخلي او بيروني رغښت ته نه ګوري، د ځان پېژندنې«خودي» له مفهومه ناخبره دي، نو ځکه بې عدالتي کوي.

بې عدالتي په سلګونو ډولونه لري، چې پېژندل یې بینا سترګې او پوهه غواړي. که چېرې حق حقدار ته ورنه کړل شي، د یوې ادارې مشـر ناپوهه او لاس لاندې کار کوونکيو کې یې پوهان وي، له دې بله لویه بې عدالتي نشته.

د اسلام په پیل کې هر چاته دنده د هغه د ذکاوت په نظر کې نیولو سره ورکول کېده، که د جنګ يه میدان کې حضـرت عمر او حضـرت خالد رضي الله تعالی عنه مخکې کېدل، نو د اذان دنده حضـرت بلال رضي لله تعالی عنه ته ورکول کېده، د انساني توپيرونو په نظر کې نیولو سره حضـرت عمر د حضرت بلال رضي الله تعالی عنه او حضـرت بلال د حضـرت عمر رضي الله تعالی عنه دنده سمه پر مخ وړلای نه شوه، نو ځکه د هر چا دنده معلومه وه او دا په هغه وخت کې د عدالت یوه بېلګه ده. کله چې ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه خلیفه ټاکل کېده، نو ده ترې انکار کاوه، دی پوهېده چې عدالت کول اسانه نه ده، خو نن ډېر انسانان په بېلا بېلو لاملونو ځان موقف ته رسوي، ترڅو چې د خودي په مفهوم پوه نه شو، ښه انسان کېدل به مو د سوال لاندې وي او دایم به داسې کړنې سرته رسوو چې ټولنې ته به زیان رسوي. ټولې نړۍکې د هر شي لپاره معیار ټاکل شوی دی، هتله لوړې دندې په یو معیار ورکول کېږي، خو په ځینو ځایونو کې قومي، نژادي او سمتي مسایل په نظر کې نیول کېږي، چې د بې عدالتۍ بنسټ له همدې ځایه پیلېږي.

په ټولیز ډول چېرته چې بې عدالتي وي، هلته پوهان او عالمان خفه او ناپوهان خوشحاله وي، ځکه چې د پوهانو حق ناپوهانو ته ورکول کېږي، ناحق حق ثابتېږي او حق ناحق.

ای انسانه! عدالت او انصاف د لمر، سپوږمۍ، باران او باده زده کړه. سره له دې چې دا توکي عقل او فکر نه لري، خو بيا هم د ځينو بې فکره انسانانو يې انصاف او عدالت ښه دی.

لمر سهار پيدا کېږي، په غريب، مالداره، خپل و پردي يو شان رڼايي کوي. دغه با انصافه لمر له عدالته کار اخلي، چې ډېر انسانان دغه شان برابري نه کوي.

د شپې له خوا د سپوږمۍ په راختلو يو ځل بيا په ټولو رڼايي شي او که اسمان وريځ وي او سپوږمۍخپل مخ پټ کړي، نو بيا هېڅوک د ده له مخه پلو نه شي لرې کولای.

بارانونه هم لکه لمر و سپوږمۍ له انصافه کار اخلي او اکثره ځمکې يو شان خړوبوي، خپل او پردی، دوست او دښمن په نظر کې نه نيسـي. دغه بې فکره، بې عقله او بې تميزه توکي څو مرتبې د هغو انسانانو چې عقل و فکر لري، خو عدالت و انصاف نه کوي بهتره دي.

ای په لوړو مقامونو کې اکثرو انسانانو! ستاسو د انصاف تله ماته ده. عدالت او برابري له لمر، سپوږمۍ، باران او باده زده کړئ.

رښتیا چې انسانان باید کله کله له کایناتو زده کړه وکړي. خپل ځان ته ښه ژوند غواړو او نورو ته یې نه غواړو، خپله خوشحالي غواړو او د بل خفګان ته خوشحالېږو، د بل په درد کې خپل بې دردي لټوو، چې دا عدالت نه دی او دا بې عدالتۍ د انسانانو په واسطه تر سره کېږي. که انسان، انسان نه شي نو دا بې عدالتي به روانه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د