انساني فکر

لیکنه: سیداصغر هاشمي

هر انسان د ښه یا خراب فکر څښتن وي او ټولې خبرې یې د مثبت او منفي فکر زیږنده وي.
فکر د انسان د عمر اندازه ټاکي:

که یو انسان د ماشوم فکر څښتن وي او عمر یې ډېر وي، په حقیقت کې په ده کلونه تېر شوي دي، خو دی لا ماشوم دی.

که ماشوم د لوی پوه انسان فکر ولري، په حقیقت کې په ده د عمر کم کلونه تېر شوي دي، خو فکر یې دا تقاضا کوي چې دی لوی انسان دی.

په نړۍ کې انساني سرمایه په ککرو کې په کامیابو فکرونو حسابېږي نه په هر ډول سر.

فکر د انسان د شخصیت ښکارندوی دی:

مخکې له دې چې ارواپوهان د انسان د شخصیت خواوې تر بحث لاندې ونیسـي، د دوی مشاهده او له دوی سره مرکه شخصیت پېژندنې کې مرسته کولای شي.

فکر د انسان انسانیت ټاکي.

فکر د انسان دید دی.

فکر د انسان قوت دی، خو همدا فکر یې کمزوري هم ده.

یو عالم وايي: «ستاسې فکر چې هر څه وي تاسو هماغه یاست. هېڅ امکان نه لري چې څوک له خپل فکره لوی شي یا د خپل فکر له حدودو څخه تجاوز وکړي.»

د هر انسان فکر یې د دننني ذات نماینده ګي کوي. د انسان له فکر یې داخلي توکي تشخیصولای شو.

د هر لیکونکي لیکنه د هغه د فکر ائینه ده. که غواړئ، چې د یوه لیکونکي حقیقي ارزښت معلوم کړئ، دې ته مه ګورئ چې ده، په کومې موضوع فکر کړی دی، یا د فکر محصول یې څه دی؟

د یوه لیکوال د مقام پېژندلو لپاره همدغه کافي دي چې پوه شو څه ډول فکر کوي او د فکر کولو طرز یې څه ډول دی؟

د هر لیکونکي لیکنه لکه خمیره ده، چې بېلا بېل شکلونه او صورتونه قبلوي، مګر دا صورتونه که هر څومره مختلف وي بیا هم خمیره یوه ده.

د انسان ظاهري ساختمان په لیدلو یې ظاهر معلومولای شو. کله چې خبرې وکړي، عمل وکړي او یا څه ولیکي، نو د ده دننني ټول کړه وړه معلومولای شو. د انسان ژبه، سلوک و کردار، احساسات و اخلاق او داسې نور موضوعات یې له فکر سره اړیکې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د