روژه د جهاد او مبارزې سنګر

لیکنه : امرالله عمران

په دې مياشت کې د مهربان او بخښونکي رب په حکم غټ غټ شيطانان تړل کيږي، د دوزخ دروازې تړل کيږي او د جنتونو دروازې بېرته کيږي،

ددې مبارکې مياشتې لومړۍ لسيزه د رب العالمين د رحمتونو، دويمه لسيزه د رب العزت له طرفه د بخشش او مغفرت او دريمه لسيزه د الله پاک له جانبه مسلمانو بنده گانو ته د دوزخ له اور نه د نجات او ژغورنې لسيزه ده.

همداراز کوم عبادت کي چي څومره مشقت زیات وي، په هغه اندازه یې اجرهم زیات وي، نو جهاد چي خپله هم یو سخت عبادت دی په روژه کي يې تکليف لا زیات وي، نو اجر یې هم پرېمانه وي نو مرتبی نوری هم پری لوړيږي
(د وخت په لحاظ) جهاد د ټول کال په نسبت د روژې په میاشت کي زیات ثواب لري، ځکه د روژې په میاشت کي په هره نیک عمل باندی الله تعالی څو چنده اجرونه ورکوی.

د اسلام تاریخ په دې شاهد دی، زیاتي غزاوي چي مسلمانانو د روژې په میاشت کي ترسره کړې، الله تعالی نصرت او بری ورپه برخه کړی دی او نبی عليه السلام هم همدا خوښوله، چي غزاوي اویا سريې په دغه میاشت کي وليږي.

چې شاوخوا یولس سریې په بېلا بیلو روژو کي مختلفو سیمو ته لېږلې، چي الله تعالی په مرسته د مسلمانانو په فتحې، بري، سوبې او کامیابۍ تمامې شوي دي. د بدر غزا، دهجرت په دوهم کال دروژی په اولسمه رامنځ ته شوی او همدا شان د مکې فتح، هم دروژی په مبارکه میاشت کې شوي ، او له دې سربیره نوری مهمي ،لوي او مشهوری جګړي هم په دي مبارکه میاشت کې ترسره شوی لکه:

د صلاح الدین ایوبي په لاس د بیت المقدس فتح

له تاتاریانو سره د عین جالوت جګړه

د محمد الفاتح په لاس د قسطنطینې فتح

د طارق بن زیاد په لاس د اندلس فتح

او داسې نورې ګڼې پيښې په اسلامي تاریخ کې شته چې د روژې په میاشت کې رامینځته شوي او د مسلمانانو لپاره یې فتح او غلبه له ځان سره راوړې.

هغه روژه چې یو وخت مسلمانانو پکې بیت امقدس فتحه کړي وه، خو امآ اوس دروژی په را رسیدو سره امریکا رسماً په اسرایلو کې خپل سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته ولیږدوه ، چې په دې سره به د امریکا له خوا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس په رسمي توګه د اسرائلو دیهودي رژیم دپلازمینې په توګه ومنل شي.

د القدس فاتح صلاح الدین ایوبي هغه وینا به له تاریخه هیره نشی ، کله چې بیت المقدس یې فتحه کړ نو تاریخي وینا یې وکړه او ویی ویل: ( که چیرته په مسلمانانو کې یو ایماندار مشر هم ژوندی وي ،یهود او نصارا به ددې جرات ونکړي تر څو بیت المقدس ونیسي ) خو نن د صلاح الدین ایوبي د خبرو خلاف ،د میلیاردونو مسلمانانواو زرهاو مشرانو په شتون کې ،بیت المقدس د مسلمانانو له لاسه ووته .

نن امریکا د لسګونو اسلامی هیوادونو او دمیلیاردونو مسلمانانو ایماني قوت چیلنج کوي او خپل مردار او
نجس سفارت په القدس شریف کې خلاصه وي.

هو موږ د داسی یو اومت برخه وه که په غرب کې به مسلمان ته درد رسیده ، نو څړیکه به یې په شرق کې مسلمان محسوسوله ، او که په شمال کې به د بی وسواو ښکې تویدلي نو په جنوب کې به دمسلمان له زړه نه ورته وینی تویدلي ، او د غچ او انتقام لپاره به یې را پورته کیدل ، اسلامې اومت خو یو بدن یو درد، وو .نن ولې داسی سره بیل او و ویشل شوه ؟؟؟

الله جل جلاله دې د روژې میاشت د اسلامي نړۍ لپاره د بري، سرلوړۍ، غلبې او فتحې میاشت وګرځوي، او یو ځل بیا په مغلوب مسلمان امت باندې د فتحو پیرزوینه وکړي، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو ته د کفارو له روان پوځي، فکري او کلتوري یرغل څخه نجات ورکړي.

الله تعالی په مسلمانانو باندی یوه خاصه پیرزوینه کړي چې دروژی مبارکه میاشت یې ورکړي .

په دې مبارکه مياشت کې هر مسلمان چې د ولږې، تندې او نفسياتي خواهشاتو سره په اخلاص مبارزه او مقابله کوي او د خپل حقيقي خالق د رضا د حصول هڅه کوي د مجاهدينو په زمره کې حسابيږي او ستر مقام لري- نو د هغو مجاهدينو مقام به څومره لوړ وي چې په دې مياشت کې د نفساني خواهشاتو سره د جهاد سره سره د اسلام او مسلمانانو له دښمنه ځواکونو په خلاف د اعلاى کلمة الله او د الله ج په ځمکه د الهي نظام د پلي کولو او د خپلې خاورې او ولس د آزادۍ او خپلواکۍ په خاطر جنگيږي؟!

الله تعالی هغه خلکو ته چې دالله تعالی په لاره کې په مال او ځان سره جګړه کوی، هغه ته د دوزخ له دردناک عذاب نه دژغورنی زیری ورکوی .

قال الله تعالی (فَضَّلَ اللہُ الْمُجٰھِدِیْنَ بِاَمْوَالِھِمْ وَاَنْفُسِھِمْ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَّعَدَ اللہُ الْحُسْنٰی وَفَضَّلَ اللہُ الْمُجٰھِدِیْنَ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًا دَرَجٰتٍ مِّنْھُ وَمَغْفِرَةً وَّرَحْمَةً وَکَانَ اللہُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ) (1)

ژباړه: الله تعالی په سر او مال سره جهاد کوونکو ته په کورکې دناستو خلکو په نسبت ډيره غټه درجه ورکړی ده. که څه هم له ټولوسره يې دجنت وعده کړی ده خوالله تعالی مجاهدينو ته په ناستوخلکو باندې دډيرلوی اجر په ذريعه فضيلت ورکړی دی. هغوی لپاره دالله له لوری نه لويی لويی مرتبې دي، بخښنه او رحمت دی او الله تعالی بخښونکې اومهربان دی.

د ابو سعید الخدري (رض) څخه روایت دي چې دسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :

ژباړه ( هیڅ یو بنده ندي چې روژه نیسي في سبیل الله ( دالله تعالی د دین دلوړولي لپاره به غزا کوي ) مګر الله پاک به د هغه بنده مخ داور څخه داویا کلونو په مسافه د دغي ورځی روژي په خاطر لري کړي.) (۲) (صحیح مسلم بشرح الامام النووي ۸ ـ ۳۳ )

لکه چې الله تعالی په خپل کتاب کې مجاهدینو ته دبښنی او دلوړو مرتبو زیری ورکړی دی.

و قوله سبحانه تعالی 🙁 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 10تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ …. ) (الصف 11)

ژباړه: ای مؤمنانو ! ، ایا تاسې ته د داسې سوداګرۍ لارښودنه وکړم چې تاسې د (دوزخ له ) دردناک عذاب څخه وژغوري ، پر الله او د هغه په رسول ايمان راوړئ او د الله په لار کې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وکړئ .

په دی میاشت کې د الهى احکامو په ښه طريقه او اخلاص سره عملي کول ددې مبارکې مياشتې له ځانگړنو حسابيږي، د باطلو او شيطاني قوتونو په وړاندې سينه سپر کول او د وسله وال جهاد ترڅنگ له نفس، شيطاني او نفساني خواهشاتو سره جهاد او مقابله کول په دې مبارکه مياشت کې افضل عمل او الله ج پاک ته ډېر خوښ دى.

ځکه نو که ووايو چې رمضان د مسلمان لپاره د جهاد او مبارزې مياشت ده- پرځاى او حق به وي. دا د هر مسلمان مسووليت او ذمه واري ده چې خپل مجاهدين وروڼه په دې مياشت کې له ياده ونه باسي که مالي او پوځي مرسته يې نشي کولى- لږ تر لږه دا خو کولى شي، دعا وکړي او ووايي چې يا الله ج د نړۍ په گوټ گوټ کې د اسلام سپاهيانو (مجاهدينو) ته فتحه او سرلوړي په نصيب کړې. او د مجاهدينو په حق کې دا دعا هم له جهاده کمه نه ده- ځکه د روژه تي مسلمان دعا الله پاک قبلوي- نو د مجاهدينو لپاره د مسلمانانو دعا داسې شوه لکه په سنگر کې چې د کفارو پرضد د مجاهدينو تر شا درېدل او ملاتړ کول وي.

(۱)
(۲) (صحیح مسلم بشرح الامام النووي ۸ ـ ۳۳ )
(۳)(الصف 11) سورت
(۴) اسلام او کفر د لیکنو لړي
(۵) روژه او عبادت