د غلامۍ په رنځ بیمار

صدیق خـوستــوال!!!

چې څوک د غلامۍ په رنځ بیمار وی لکه ته
هغــه د خپل اولس لپــاره عــار وی لکـه تـه

غلام شې اربکۍ شې یا جاسوس شې د پردیو
وهـلۍ چـې د مـور او پــلار ازار وې لـکـه ته

ده زه یم چې اولس راکوې ناز له ډیرې مینې
آ نه یـم چـې اولس پر اوګــو بــار وی لکه ته

کړیـږی او دردیـږی ارام ســاه اخیستئ نشې
خـوړلئ چې هـر چـا طالب ګزار وې لـکه ته

چې څـوک دې یرغلګـرو داشغـال سره ملګرې
هغوې بیا د کفـارو صف کې شمــار وی لکه ته

د زه یم چې ملګری مې صدیق بولې صادق یم
آ نـه یـم چـې ملګــرې تـرې بیـزار وی لـکه تـه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د