tears-eyes-16143904-500-368

غـزل – نصیب رحماني

لیږ دي راپورته کړه سِتمه سترګې
چې مې راډکې شې له نمه سترګې

بیا به ژړیږي درنه تللی به یم
که رانه اړوي صنمه! سترګې

لکه ریحان درته تازه ولاړ یم
راپه کې خښې کړه شبنمه سترګې

د خود خواهۍ په دومره ستره نړۍ
تل غړومه بي ملهمه سترګې

ځوانې مې ټوله انتظار وخوړه
لا تر کلو به دي څارمه سترګې

رحماني لاړو او ځواني یې لاړه
دا چې کونځې شوې له غمه سترګې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د