انتظار

سعادت کلیوال

د یار راتلو ته به تر کومه هره لار وګورې
خواره زړګیه هر طرف به انتظار وګورې

چه دې هر څومره سوځولوم د ستم په لمبو
نن نتیجه به ددې سوي زړه ازار وګورې

که دا قسم وکړم جانانه پرې حانث به نشم
والله ځوریږې خو به ښه چه مې یادګار وګوې

په بازاري ښکلاء مئین نشې د کلي وړکیه
ته به پرې زړه ټکوروې ځان ته به کار وګورې

دا چه سړې سیلۍ وهلی رژیدلی ښکارې
د خزان ګُله ته به څه خوند د بهار وګورې

اوس سعادت ته د درواغو بهانې جوړوې
چه ته راځې بیا به مې شناختې په مزار وګورې

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د