fbpx

سیګار په کابل ښار کې د امريکایانو د سفر لګښت ته ګوته په غاښ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره، سیګار؛ وايي د کابل ښار په منځ کې د امریکايي چارواکو د سفرونو ډېر لګښت ګوته په غاښ کړي دي.

د دې ادارې مشر جان سوپکو وايي د امریکايي چارواکو د پینځه کلیومټره سفر لګښت د له کابل نه تر واشنګټنه د سفر نږدې دوه برابره لګښت غواړي.

هغه وايي امریکايي چارواکي د کابل ښار په زړه کې په ۴،۸ کیلومتره سفر کې ۱۳۵۰ ډالره لګښت لري، چې په وینا يې په ۲۰۱۹ کال کې به دغه لګښت ۲۲۵۰ ډالره ته لوړ شي.

سوپکو د مثال په ډول وايي چې په ۸۵۰ ډالر له کابل نه واشنګټن ته سفر کېدلی شي، خو د دوی چاراوکي په کابل کې د ننه په پینځه کیلومټره کې د دې سفر نږدې دوه برابره لګښت لري.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن له سې بې ایس نیوز سره ویلي و، چې دوی په ورځ څو ځلې سفرونو ته اړ کېږي او ټول سفرونه يې هوايي ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې ډیلي ټلګراف هم وویل، افغان حکومت د طالبانو له لوري محاصره دی.

د شنونکو په باور دا ډول څرګندونې په ډاګه کوي چې امریکایانو ته د افغانستان وضعیت او پکې روانې ناندرۍ د پام وړ نه دي، بلکې ډېر تمرکز يې پخپلو ځواکونو او ساتنه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د