
ناټو: له افغان ځواکونو د طالبانو د کمزوري کولو هیله لرو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو له لوري بریدونو شدت موندلی ناټو افغان ځواکونه یو ځل بیا په شا ټپولي دي.
په اروپا کې د ناټو د اعلی قوندانۍ جنرال کورټېس سکاپاروټي پرون په بلجیم کې وویل دوی لا هم افغان ځواکونو ته دا هیله لري، چې طالبان کمزوري کړي.
هغه مني چې په روان کال کې د افغان ځواکونو تلفات خورا ډېر دي، خو په وینا يې «دا به یو کال وي، تمه ده چې د دویم کال په مخه به افغان ځواکونه بريالي وي.»
سکاپاروټي ويلي، افغان عسکر به جګړه رهبري کوي او د طالبانو د جګړو پر وړاندې به خپله وړتیا ثابتوي.
دا په داسې حال کې دی چې له ناټو او امریکا سره د شویو تړونونو له مخې دوی د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې دندې پر غاړه لري، چې ناکامي او بریا يې ټوله دوی ته منسوبېږي.
د شنونکو په باور سکاپاروټي په لوی لاس دا ثابتوي چې افغان عسکر لا هم د دې وړ نه دي چې جګړه وګټي، بلکې دوی يې راتلونکې ته هم یوزاې «هیله» لري.
تازه، په فراه کې د شوې جګړې په پایله کې نږدې ۱۰۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې يې ژوندي د طالبانو ګوتو ته ورغلي دي.