افغانستان

دفاع وازرت: د اوو ولایتونو مرکزونه «تر فشار لاندې دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت مني چې د اوو ولایتونو مرکزونه ګواښ ته نږې دي، چې دوی يې «تر فشار لاندې» بولي.

د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، فراه، غزني، فیض اباد، ترینکوټ، کندوز، میمنه او پلخمري هغه ښارونه دي چې طالبانو پرې کړۍ را تنګه کړې ده.

هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل، دا ښارونه تر فشار لاندې دي «خو په یاد ولرئ چې خوندي دي.»

د یادې سرچينې په وینا یوازې په غزني کې د جغتو په سقوط او د زنخان په بریدونو کې شاوخوا ۵۰ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

سرچینه د کندوز د اوسېدونکو له قوله وايي چې طالبانو ټولې لارې پخپل واک کې اخیستې او هر ځای چې يې زړه وغواړي موټرې تالاشي کولی شي.

د پورته اوو مرکزونو له ډلې، د غزني، ترینکوټ، پلخمري، فیض اباد او میمنې وضعیت تر نورو ډېر ترینګلی ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې تېره ورځ د غور ولایتي شورا هم د دې ولایت د سقوط اندېښنه په ډاګه کړه.

د ولایتي شورا غړي عبدالبصیر قادري وویل چې د غور د مرکز اړیکي له ولسوالیو سره په پرېکېدو دي او د ولسوالیو ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي.

طالبانو تېره ورځ د غزني د جغتو ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، په ورته وخت يې د دې ولایت مرکز ته څېرمه په روضه کلي کې د ګڼو پوستو د نیولو راپور هم ورکړ.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي دوی ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

د غزني ـ پکتیکا تر منځ غځېدلې لاره له نږدې دوو اونیو راهیسې د دولتي نقلیه وسایلو پر مخ تړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx