نظــر

د فراه ښار نیول او په طالبانو انتقادونه

حبیب مجاهد

وړمه ورځ طالبانو د فراه ښار د یوې شپې لپاره ونیو او بیرته یې له ښاره شاتګ وکړ، دا جګړه چې د امریکایانو په شمول د ګډوله رژیم چاروکي یې بد وارخطا کړي ول نو یې په غبرګون کې د طالبانو خلاف په انتقادونو خوله پرانېسته. ځینو وویل چې دا حمله په ایران کې طرحه شوې وه او نورو بیا دطالبانو لخوا د سیمو نیول او بیرته پريښودل بې معنی او بې ګټې وبلل. راځئ دلته د حقائقو په رڼا کې دې موضوع ته نظر وکړو.

۱ــ  هغوی چې وایي طالبانو ولې په فراه ښار برید وکړ، خو له لویه سره د روانې جګړې په عواملو نه غږیږي او نه هم د نزاع په اصل فلسفه بحث کوي. دا نو داسې مثال لري لکه کوم چا چې جنګ ته ملاتړلي وي، په جنګ قناعت لري خو که مخالف لورې ورباندې دسوک ګوزار وکړي نو دی بیا نیغ نېغ غورځي چې دا ګوزار دې ولې وکړ. دا خو دې ښه کار نه وکړ، په دې خو ګټه نشته.

زما په نظر خو د فراه جګړه په افغانستان د اوولس کلنې جګړې یوه کوچنۍ صحنه ده، د دې په ځای چې د طالبانو په دې او هغه عملیاتو بحث وکړو، ګټه او ضرر یې ترازو کړو، راځئ چې له لویه سره دروانې جګړې په عواملو وغږیږو. جګړه چا پیل کړې؟ څوک د چا په کور ورختلي؟  په جګړه کې څوک خپلې وسلې ازمویي؟ جنګي ستراتيژۍ څوک اعلانوي؟ په نړۍ کې د جګړې اور چا بل کړی او له افغانستانه څوک د خپل سیمه ایز سنګر جوړولو خوبونه ویني؟ حقیقت خو دا دی چې د طالبانو لخوا جګړه عمل نه بلکې عکس العمل دی. هغوی چې په عکس العمل غږیږي او د عمل له عاملینو نه ډالري معاشات نغدوي او په شتون یې وجدان غولوي نو په دې باید پوه شي چې د منافقت په تاترین کې پراته دي.

۲ــ دوی وایي طالبان چې سیمه ونیسي بیرته یې پریږدي د دې ګټه څه ده؟ لومړی خو دا پوښتنه باید له دولتي چارواکو اوامریکایانو هم وشي. ځکه د هغوی عملیات هم همداسې دي. په سلګونو ټانګان راوباسي، توپونه راسر کړي، وایي په پلانۍ کلیواله سیمه عملیات دي. څو ورځې کلي او کورونو په مرمیو وځپي. کورونه تلاشي کړي، اولس وځوروي او بله ورځ بیرته له سیمې نه پښې سپکې کړې او کلی طالبانو ته پاته شي.

نو چې دولتي اړخ د داسې ( ونیسه او پریږده) عملیاتو حق ځان ته ورکوي او دخپلې ستراتيژۍ برخه یې بولي، طالبان ورباندې ولې ملزم او ملامت وبلل شي؟ د طالبانو د عملیاتو امتیاز خو لا دا دی چې د فراه ښار یې ونیو خونه یې د ملکي خلکو کورونه تلاشي کړل، نه یې دروازې په بمونو ورماتې کړې، نه یې دوکانونه چور کړل او نه یې هم دتلاشۍ په نامه دخلکو مال او عزت ته لاس اوږد کړ. دولتي عسکر خو چې په کلیو ور سم شي نو د چرګو تر هګیو پورې چې څه په مخه ورځې غلا کوي یې، د خلکو دروازې په بمونو الوزوي، د ښځینه وو ګیڼې غلا کوي او د عملیاتوتر وروستۍ شیبې یې د بې چاره کلیوالو د وهلو، ټکولو  او ځورولو لړۍ روانه کړې وي. طالب خو جګړه کوي هم هدف او دښمن یې معلوم دی، د فراه ښار نیولو یو ځل بیا دا خبره ثابته چې طالبانو دنورو جنګي ډلو په شان خپلسري او بې باکه نه دي. بلکې قومنده یې یوه او له خپل ټاکلي دښمن پرته دبل هیچا سر او مال ته زیان نه رسوي.

۳ــ  هغوی چې وایي طالبانو د فراه په وروستیو عملیاتو کې څه ګټه وکړه،ځواب یې دا دی چې جګړه د بشر دتاریخ تر ټولو پیچلی او مهم سیاست دی،هیڅ هوښیار جنګي اړخ د خپلو جنګي عملیاتو، تهاجماتو او مانورونو اصلي هدف او راز نه ښکاره کوي. څو کاله وړاندې چې طالبانو کندز ښار ونیو، خلکو فکر کاوه چې د طالبانو هدف یوازې دښار د څو کوڅو نیول و او بس. خو څو میاشتې وروسته په کندز کې د طالبانو مشر ملا عبدالسلام د کندز د جګړې د نیولو اهداف دا وښودل. دا چې مجاهدین به له مایوسۍ را ووځي او د فتحې په خوښیو به یي روحیات لوړ شي، هغه وخت چې د طالبانو په رهبرۍ د اختلافو خبرې ګرمې وې نو طالبان به د اختلافاتو خبرې به پریږدي او د فتحې بحثونه به پیل شي،ددښمن تبلیغاتي رُخ به بدل شي،د کندز په محبس کې پراته زندانیان به را ازاد شي، دښمن ته به دا وښودل شي چې ولایتي مرکزونه هم د ولسوالیو د مراکزو په شان نیول کیدای شي او دا به ددښمن د عسکرو مورال وځپي، دښمن به مجبور شي چې له اطرافو خپل عسکر ټول او توجه په ولایتي مراکزو را ټوله کړي.

نو همدا شان که د فراه ښار نیولو،طالبانو ته بله هیڅ ګټه نه وي کړې دا ګټه خو یې وکړه، چې د ولسي جرګې داستازو په استناد طالبانو د میلیونونو ډالرو وسلې، مهمات او جنګي وسائل غنیمت کړل. د اشرف غني اداره او جنرال نیکولسن چې د ټرمپ له ستراتيژۍ او تبلیغاتي لاپو سره یې کوم باد اخیستی و، داسې معلومیږي چې د فراه سقوط یې پوځي پرستيژ ور خاورې اېرې کړ. طالبانو وښودله چې دټرمپ له ګواښونو ۹ میاشتې وروسته لا هم بشپړ قوت لري او د جنګ په ډګر حاکم دي. په جنګ کې اساسي شی مورال او روحیه ده د فراه نیولو په ټول افغانستان کې د طالبانو روحیه لوړه کړه او اوس ښایي دنورو ولایاتو د مراکزو نیولو شوق هم وکړي.

۴ــ  او هغوی چې وایي دفراه حمله له ایرانه پلان شوې وه او یا دا چې په فراه کې ایرانیان جنګیدل، دا هغه بې هوده، تکراري، کلیشه یي او له چلښته لویدلې خبره او دعوه ده چې د امریکا اجیرانو دخپلې ناکامۍ پټولو لپاره دا اولس کاله ورباندې شخوند وهلی. اوس خو د ټنبلو او بې وسه چارواکو همدا عادت جوړ شوی چې که په هره برخه کې ناکامي ورپيښه شي نو له مسؤلیت څخه د تيښتې په خاطر دپړې ګوته نورو ته نیسي. ایران ته چې د زمري زړه ورکړې هم دامریکا په شتون کې به له طالبانو سره همکاري ونکړي. امریکا خو هغه نړیوال فرعوني طاقت دی چې حتی د چین غوندې لوی قدرت یې له ډاره ګبڼۍنیولی او طالبانو ته یو پوچک نشي ورکولای. دا خو یوازې طالبان او مؤمن افغان اولس ته چې د قوي ایمان  په وړاندې یې امریکا هیڅ نه بریښي او نه یې هم دښمني کومه ستره مسئله بولي.

بالمقابل ایران چې ارګ ته په تورو کڅوړو کې جیب خرڅونه لیږي. او له اشرف غني سره تودې اړیکي لري، هیڅکله به دومره شوخ چشمي ونکړي چې دافغانستان غوندې هیواد باندې پوځي یرغل وکړي. ایران چې د طالبانو د حکومت په مهال له ټولو پوځي نمایشاتو او ګواښونو سره سره د افغانستان خواته چپ ونه کتی شول اوس خو ګردسره امکان نلري. او دا هم درته وایم چې که په افغانستان له ایران یا کوم بل ګاونډي هیواد نه حمله کیدله، د دې خاورې  لومړنی مدافع به بیا هم طالب جان وي دغه د ډالرو عاشقان او فیسبوکي پړانګان په والله که په ټول عمر توره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x