د روژې مبارکې په هکله ضروري او اړین معلومات

تراب افغان

۱- بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيم

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ الایه

۲- عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ دَعْوَتُهُمْ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَالصَّائِمُ حِينَ يُفْطِرُ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ يَرْفَعُهَا فَوْقَ الْغَمَامِ وَتُفَتَّحُ لَهَا أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَيَقُولُ الرَّبُّ عَزَّ وَجَلَّ وَعِزَّتِي لأَنْصُرَنَّكِ وَلَوْ بَعْدَ حِينٍ ” رواه الترمذي ( الحدیث)

دا رمضان المبارک ( روژه) دریم رکن ده له پنځو ارکانو داسلام څخه دهجرت په دویم کال په دې ایت مبارکه فرض شوې بسم الله الرحمن الرحیم یا ایهالذین امنوا کتب علیکم الصیام الایه

د رمضان المبارک د روژې نیول فرض دی په هغه چا چې په هغه کې

دا څلور شرائط موجود وي:

۱- الاسلام: پر کافر نشته؛

۲- العقل: پر مجنون ( لیوني) نشته؛

۳- البلوغ: پر صبی، صغیر ( وړوکی نابالغ) نشته؛

۴- العلم بالوجوب: چې د روژې پر فرضیت به یې علم وي؛

او شرائط دوجوب د اداء یې دوه (۲) دي:

۱- الصحة من مرض، وحیض، ونفاس:

روغتیا ده له عامې ناروغۍ، د زنانه وو لپاره له میاشتنۍ ناروغۍ ، او د ماشوم له پیدائش نه بعد تر جریان د وینې چې اغلب موده یی څلویښت ورځې ده؛

۲ والاقامة:  دمسافر دپاره رخصت ده؛

قال امام غزالی رحمه الله

الرمضان خمسة حروف:

۱- الراء عبارة عن رضاء الله تعالی

۲- والمیم عبارة عن محبت الله تعالی مع عبادة فیه

۳- والصاد عبارة عن ان الله ضامن لعباده

۴- والالف عبارة عن الفت الله تعالې مع الصائم

۵- والنون عبارة عن نصرت الله تعالی

روژه په شپږ (۶) قسمه ده:

۱- فــــرض روژه: صوم رمضان، صوم الکفارات، لکه کفارة الظهار، کفارة القتل، او کفارة الیمین .

۲- واجب روژه: دا بیا قضاء ما افسده ( قضائی د هغې روژې چې ده فاسده کړې وي) او دنذز روژه چې یې نذر منلې وي.

۳- سنت روژه: صوم عاشورا یعنې نهم، لسم، د محرم روژه نیول.

۴- مستحب روژه: صیام ایام البیض چې دا بیا د هرې میاشتې دیارلسم، څوارلسم، او پنځلسم او همدارنګه د دوشنبې ورځ او پنجشنبې ورځ ځکه په دغو ورځو کې اعمال الله جل جلاله ته پیش کیژي نو روژه نیول مستحب ده چې په حالت د روژې کې یې اعمال الله ج ته پیش شي.

۵- نفلی روژه: نفلی روژه ماسوا له دغو اوقاتو مذکوره وو څخه؛

۶- مکروه روژه: صوم العیدین: چې کوچنی او لوی اختر ده؛ او ایام التشریق: چې هغه درې ورځې له لوی اختر څخه بعد دي.

فضائل د میاشتې د رمضان:

۱- په دې میاشت کې په نبی علیه السلام دحراء په غار کې دسورة اقراء پنځه لمړني سورتونه نازل شوي دي؛

۲- په دې میاشت کې د قدر شپه ده چې په دې شپه کې عبادت د زرو (۱۰۰۰) میاشتو د عبادت څخه ډیر فضیلت او ثواب لري.

۳- او په دې میاشت کې ټول قرآن کریم د لوح محفوظ څخه د دنیا اسمان بیت العزت ته نازل شوی او ډیرې فرشتې زمکې ته را ښکته شوې دي.

۴- په دې میاشت کې د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ دروازې بندې وي.

۵- ددې میاشتې لمړی لس (۱۰) ورځې د رحمت دي، منځنۍ لس (۱۰) ورځې یی د مغفرت دي، او اخرنۍ لس (۱۰) ورځې یی د عتق من النار دي.

۶- دا میاشت د نفسیاتي غوشتنو په وړاندې د صبر او مقاومت میاشت ده او مالدار د غریب، وږي له حالت نه خبروي او دهغه غمخورېۍ او پالنې ته یې رابولي.

۷- د رمضان میاشت د سخاوت، او احسان میاشت ده نو څوک چې په دې میاشت کې د افطار په وخت کې یو صائم ته یو غړپ شدې، اوبه، او یا یوه دانه خرما ورکړې او یا صائم په نس موړ کړې هغه ته به د حوض کوثر اوبه ور وڅښلی شي چې بیابه هیڅ نه تږی کیژي تر هغه چې جنت ته داخل شي.

۸- دا میاشت د رزق د ډیرښت او برکت میاشت ده.

۹- څوک چې په دې میاشت کې پخپل خدمتګار او لاس لاندې خلکو باندې سهولت راولي هغه به د دوزخ له اور څخه نجات ومومي.

والسلام په خورا درنښت.