افغانستان

فراه: پوهنې وزارت ټولې چارې د یوې میاشتې لپاره وځنډولې

 
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت وايي په فراه ولایت کې يې خپلې چارې د شرایطو تر ښه کېدو پورې د یوې میاشتې لپاره ځنډولې دي.
 
د پوهنې وزارت له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خپلو کارکوونکو او زده کوونکو د خوندیتوب په خاطر د دې وزارت اړوند ټولې ادارې رخصت شوې دي.
 
د خبرپاڼې له مخې د فراه ولایت ښوونځي هم د یوې میاشتې لپاره د روژې تر پایه رخصت دي.
 
د پوهنې وزارت وايي په دې ولایت کې د تدریس، ازموینې او د دې وزارت اړوند ټولې چارې د شرایطو تر سمېدو پورې یوه میاشت ځنډول شوې دي.
 
فراه کې له تېرې سه شنبې راهیسې جګړه روانه ده، چې تېره ورځ پکې طالبانو ګڼې دولتي ودانۍ ونیولې، پرون وضعه ارامه بلل کېده خو له نن شپې راهیسې بیا جګړه توده شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x