اشرف غني او نیکولسن د طالبانو څخه د روژې په خاطر د جنګ بندلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): ولسمشر اشرف غنې د طالبانو څخه غوښتې چې د روژې په خاطر دي د جګړې څخه لاس واخلي او د روژې حرمت دي وساتي.

په ورته توګه د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلوسن هم د روژې په مناسبت یو پیغام خپور کړی او د طالبانو څخه یې غوښتي چې روژې میاشتي ته دي درناوی وکړي او د جګړو څخه دي لاس واخلي.

په کابل کې دامریکا سفیر جان باس هم د یوه پيغام په خپرولو سره طالبان غندلي دي او ویلي يې دي چې هغوی غواړي خلکو ته درد او کړاوونه را منځته کړي او بلمقابل امریکا غواړي چې د خلکو دردونه او کړاوونه له منځه یوسي او خلکو ته د سولې او ثبات زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماماتو هم د روژې په مناسبت د سولې پيغام خپور کړی او پر ښکیلو خواو یې د جنګ بندۍ غږ کړی دی.

باید وویل شي چې بهرنیان له یوه اړخه د طالبانو څخه د جنګ بندۍ غوښتنه کوي او له بله اړخه په بمباریو او چاپو کې هیڅ کمښت نه راولي چې له امله یې په هیواد کې جګړه ورځ په ورځ توندیږي.

طالبان چې خپله جګړه د بهرنیانو پر خلاف او د ازادۍ په لاره کې یوه مقدسه جګړه بولي، په وینا یې په روژه کې ثواب لا ډیریږي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شعیب
میلمه
شعیب

هغه اړخ چه د وزنو په ټولو امکاناتو ، بی شمیره روزل شوو جلا جلا نظامی پرسونل سنبال وی ، او به څنګ کی یی کله ننواتی ، کله بخښنی دروغ او کله درغلی او فتنی جوړوی ډیر د شرم ځآی او همدا یی علنی شرمیدلی ماتو معنی او ماهیت لری . تاسی خو هر څه لری ولی په زور د هغو کم شمیره طالبانو چه امکانات یی ستاسی د امکاناتو سره د مقایسی وړ هم نه دی ، هغوی ته وایاست چه د خدای په لحاظ دغه روژی میاشت کی خو مو شرابو او نشو ته پریږدی او په… نور لوستل »

مفتون
میلمه
مفتون

دولت‌ هم‌ باید‌ دخلکو‌ عام‌ ولس‌ خاطر وکری اوجنگ‌ بند‌ کری په‌ افغانسان‌ کی تول‌ جنگ‌ خارجیانو‌ گرم‌ کری

جهادمل غزنوي
میلمه
جهادمل غزنوي

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب يوه پوښتنه لرم که يې په اړه مفصل ځواب راکړئ ښه به وي . پوښتنه داده :چې په سيمه کې مقابل جانب دروژي مبارکي دراتلوپه اړه دجنګ دبندولو درخواست کړی ،نوکه بياهم په روژه کې جنګ روان وي دابه دروژي مبارکي ددرناوي سره نامناسب عمل نه وي اوکه څرنګه ؟ الجواب حامدا ومصلياوبعد: محترم وروره : په اسلام کې داخبره دلمر په څير روښانه ده چې کله کافران په یوه اسلامي ملک باندي تير ی وکړي نو په مسلمانانوباندي جهاد فرض عين دی ، تردي چې جهاد په دغه وقت کې ترهرعبادة لمړيتوب لري ،آن… نور لوستل »