بې ساعته روژه/ سردار ولي پښتونزی

پخوا چي افغانستان کي ساعت نه وو، د روژه مات او پېشلمي پر وخت به په لويو ښارونو کي پر غونډيو پرتو توپونو ډز کاوه او خلګ به پوهېدل چي روژه مات/پېشلمی دئ.

د کابل تاريخي توپ په لومړي ځل د امير حبيب الله خان په وخت کي د ګذرګاه غونډۍ ته وخېږول سو او پر ۱۲ بجو به ئې ډز کاوه چي خلګ په غرمه خبر سي او همدارنګه ئې به د پېشلمي او روژه مات پر وخت هم ډز کاوه چي خلګو به ئې اواز خورا په احتياط اورېده.

وروسته [عبدالحميد کندهاري] وتوانيد چي اتومات ماشه ورجوړه کړي چي ټيک پر دولس بجې به له ذره بينه څخه رڼا باروتو ته ولوېده او باروتو به له اور اخيستلو وروسته ډز وکړ. 

ددې توپ توپچي [صابر] نومېده چي وای يو وخت د افغانانو افسانوي کس وو.

يوه پېړۍ د مخه چي ساعت افغانستان ته راغلی، [د ساعت منار] په نامه لوی منار ودرېد او له ساعته ئې ښاريانو مفته ګټه اخيسته، پخوا چي ډزي او باورت نه وه، خلګو به دې ډز ته په دومره سپېڅلې سترګه کتل چي د غرمې ډز نه وای سوی، هيچا ماشومانو ته ډوډۍ نه ورکوله.

ځيني مورخين بيا ددې ډزو دا مانا هم ورکوي چي د وخت حکومتونو به پر خلګو د روب اچولو په نيت دا کار کاوه چي وښيي حکومت بيدار دئ.

د مجاهدينو په دوره کي ډېر کوښښ وسو چي دا توپ کښته کړي، خو د توب بخت په دې بيدار وو چي په پيلانو خېږول سوی وو او راکښته کېدل ئې د انسان د وس خبره نه وه.

لس کاله د مخه د کلتور وزارت په مټ توپ بيرته ورغول سو او د کابل ميلاد په ورځ اوس هم ډز کوي، خو دا چي ډزي ډېري دي، ددې توپ ډز پکښي ورک دئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د