د روژې په میاشت کې کوم خواړه خوړل روغتیا ته زیان رسوي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): روژه د نعمتونو او برکتونو میاشت ده، د نورو میاشتو په پرتله ددې لپاره ځانګړی تیاری نیول کیږي، په دې مبارکه میاشت کې د عبادتونو زیاتوالي ترڅنګ خلک د خوراکونو سلسله هم نوې کوي.

خو د روژې میاشتې پېل کېدو سره سم د ډوډۍ خوړلو وختونه بدلیږي، چې د لاپرواهۍ پر وخت ورسره روغتیا زیانمنه کیږي، پکار داده چې انسان د خپلو خوراکونه ځانګړی انتخاب وکړي، مناسب خوراک وکړي، چې نه ورته په عبادت ترسره کولو کې ستونزه وي او نه یې هم ورځنی ژوند متاثره شي.

دلته یو څو داسې لاملونه وړاندې کوو چې په ترسره کولو سره یې روژه کې روغتیا ته زیان رسیږي.

کمې اوبه څښل

د روژې میاشت په اسیايي هېوادونو کې په سخته ګرمۍ کې پېل شوه، او طبیعي ده چې د انسان بدن په ګرمۍ کې زیاتې اوبو څښلو ته اړتیا لري، او که ونه څښل شي روغتیا یې زیانمنه کیږي.

د همدې لامله متخصصین د روژه ماتي پر وخت په دمه دمه د اوبو څښلو مشوره ورکوي، او همدا ډول په پیشنمي کې هم د اوبو څښل، شین چای او یا اوبه لرونکي میوه خوړل ښه وي، تر څو مو بدن د انرژۍ کمېدلو سره مخ نشي.

غوړ او سوځېدلي خوراکونو کول

په ځانګړي ډول د پیشنمي پر وخت له غوړ او سوځېدلي خوراکونو ځان وساتئ، همدا ډول د روژه ماتي پر وخت پیکوړۍ او اچارو استعمال هم زیات وي، چې باید له احتیاطه کار واخیستل شي، ځکه چې دغسې  خوراکونه زیاتول د معدې تیزابیت زیاتوي او هم وروسره خوب خرابیږي، همدا ډول د بدن کولیسترول او د وینې فشار لوړیدو ګواښ زیاتوي.

مناسب خوراک نه کول

په روژه کې د هاضمې سیستم د ښه صحت لپاره تر ټولو غوره دی، نو پکار دي چې د پیشنمي او روژه ماتي پر وخت داسې خوراکونه وخوړل شي چې د هاضمې سیستم ته زیان ونه رسوي.

اکثره وخت انسان د پیشنمي پر وخت فکر کوي چې روژه کې به ډېر تږی کیږي، او یا یې هم ټوله ورځ په ګرمۍ کې روژه تېره کړې وي، نو ډېرو اوبو څښلو ته یې زړه وي چې دغه کار روغتیا ته زیان رسوي، هم له خوراکه سړی باسي او هم بیا ورسره د تراویحو ترسره کولو توان نه لري.

ددې لپاره د پیشنمي په آخر کې مناسبې اوبه څښل پکار دي، همدا ډول له روژه ماتي وروسته هم سمدلاسه زیاتې اوبه څښل د هاضمې سیستم خرابوي، په داسې حالت کې پر معده بوج زیاتیږي، چې ورسره انسان قۍ کوي او یا یې هم سر تاویږي، چې له کبله یې هاضمي سیستم ګډوډ شي.

نو پکار ده چې د پیشنمي او روژه ماتي پر وخت له مناسب خوړو کار واخیستل شي، او په مناسبه اندازه دمه په دمه اوبه وڅښل شي، تر څو په دې مبارکه میاشت کې خپله روغتیا سالمه وساتئ او په ښه توګه د عبادت کولو وړتیا ولرئ.