نظــر

د طالبانو الخندق عملیاتو د امریکا او ناټو پوځي وړتیا وننګوله

احمد مختار

د روان کال د غوايي د میاشتې په پنځمه نیټه طالبانو په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو په خلاف د الخندق په نوم پوځي عملیات اعلان کړل.

د یادوعملیاتو له پیله تراوسه پوري په تر یوه میاشت کم وخت کې طالبانو وکړای شول د هیواد په بیلابیلو برخو کې ډیرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د الخندق عملیاتو پوځي بهیرته په کتو سره په هغو کې د طالبانو د تیرو کلونو پسرلنیو عملیاتو په نسبت یو ډول ځانګړي مشخصات تر سترګو کیږي چې هغو ته په پوره توجه سره نورهم کیدای شي یاد عملیات لا مؤثر او د جانب مقابل په ځپلو کې ډیرې لاسته راوړنې ولري.

کولای شوهغه ځانګړتیاوي په لاندې ډول تشریح کړو.

۱- د ملکی تلفاتو کنټرول.

د هغه مشهور متل له مخې چې وايي ((توره چې چلیږي وینه به بهیږي )) په جګړه کې خامخا د ښکیلو خواوو ترمنځ ملکي خلګو ته هم تلفات رسیږي چې د ې کار د مخنیوي او کنټرول لپاره هم په مذهبي ارشاداتو او هم په نړیوالو قوانینو کې خاص مقررات ټاکل شوي.

د خندق عملیاتو عملیاتي بهیر ته په کتو سره د هغه له پیله تر اوسه پوري د طالبانو لخوا داسې مورد نه دی پیښ شوی چې ولسي خلګو ته دي ورکې تلفات اوښتي وي.

یواځې یو مورد په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي قافلې د برید په ترڅ کې د برید ځای ته نیږدي د ۱۳ تنو د مدرسي د شاګردانو او کلیوالو ماشومانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی چې دولت یې پړه پرطالبانو ور اچوي او طالبان وايي چې یاد زده کوونکي تر برید وروسته د بهرنیو ځواکونو لخوا په نښه کړل شول خو حقیقت یې الله تعالی ته معلوم دی.

تر هغه وروسته د خندق د بریدونو موخه ټول پوځي اهداف دي چې هرځای ورباندي دولت خپله هم اعتراف کړي.

حتی د فراه ښار په عمومي عملیاتو کې چې نیږدي وه طالبان ټول ښار ترخپلې ولکې لاندې راولې د طالبانو په بریدونو کې په دې ښار کې د ملکي خلګو تلفات بلکل په نشت حساب وو.

خو په مجموع کې د عملیاتو له پیله د دولتي ځواکونو تلفات تر بل هر وخت ډیر زیات وو.

د غوايي د میاشتې په ۲۲ نیټه له طلوع ټلویزون سره د پوځي چارو د کارپوه جاوید کوهستانی د وینا پراساس (( په تیرو دریو اوونیو کې ۱۰۰۰ تنه دولتي سرتیري وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان دي ، چې په تر یوه میاشت کمه موده کې د دومره زیات شمیر افرادو تلف کیدل د دولت لپار یوه ستره فاجعه بلل کیږي))

دا چې دولتي چارواکي د خپلې واکمنۍ د بقاء لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ژوند ته هیڅ توجه نه کوي اخیر طالبانو وپتییله چې د زیاتو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو د مخنیوي لپاره په خندق عملیاتو کې یو د پام وړ ابتکار په لاره واچوي او هغه دا چې په غزني او یو شمیر نورو ولایتونو کې یې د دولتي ځواکونو د تسلیمي لپاره د محلي نشراتو او سوشل میډیا له لارې خاص نمبرونه اعلان کړي چې له هغو سره د تماس له لارې له دولتي ځواکونو څخه غوښتل کیږي چې له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شي او طالبان ورته په مقابل کې د سرپه امن سربیره له هغه سره خپل کور او خپلوانو ته په سالم رسیدو کې خپله هرډول مرسته کوي ، چې د دې سوله ییز تکتیک د پلي کولو له وجې په فاریاب ، غور او بادغیس ولایت کې په سلګونو دولتي ځواکونه له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شول.

۲ـ د وخت مناسب انتخاب.

د الخندق عملیاتو د کامیابي یوبل مهم عامل د هغه لپاره د یوه ډیر مناسب وخت انتخابول و.

الخندق عملیات د قیقا ترهغه وروسته اعلان شول چې د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه د بهرنیو ځواکونو په دستور د دولتي ځواکونو لخوا بمبار او تر ۳۰۰ تنه ډیر د مدرسي معصوم حافظان ، استاذان او عام ولسي خلګ ورکې ووژل شول.

سره له دې چې د پیښې عیني شاهدانو ، دولتي پلاوي ، په ولسي جرګې کې د کندوز وکیلانو ، بي پري خبریالانو او دملګرو ملتونو ځانګړي پلاوي حتی خپله ولسمشر غني په مدرسې کې په نښه شوي کسان ملکي افراد وبلل خو دولتي ویاندویانو او په خاص ډول د دفاع وزارت چارواکو په نښه شوی ځای مدرسه نه ، بلکي یو پوځي مرکز او هلته وژل شوي کسان ټول د وسله والو طالبانو پوځي چارواکي بلل او پر دینې مدرسې باندې له ترسره کړي برید څخه یې دفاع کوله.

د دولتي ویاندویانو دغه ناسم موقف او پر ښکاره واقعیت باندې سترګي پټولو په ولس کې د هغوی په وړاندې د کرکې او انتقام یوه روحیه را وپاروله ، په عین همدې وخت کې طالبانو د الخندق عملیاتو اعلان وکړ چې له هغه سره سم په ټول هیواد کې پردولتي ځواکونو بریدونه پیل چې له امله یې د شمال په بدخشان ، بغلان او فاریاب کې ډیرې سیمې طالبانو ونیولې.

۳- مهیأ شوي مناسب شرائط

الخندق عملیات د قیقا په داسې وخت کې اعلان شول چې تر هغه وړاندې پوره ۹ میاشتي امریکايي الوتکو په ټول هیواد کې د طالبانو د ځپلو لپاره د هوايي بریدونو او خونړیو بمبارونو سلسله په داسې ډول توده او تونده وساتله چې خپله د بهرنیو ځواکونو پوځي چارواکو پر دې اعتراف وکړ چې په یوه میاشت کې یې تر ۳۰۰۰ زیات بمونه پر افغانستان غورځولي دي.

دغه بمباري چې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ په ترڅ کې پیل شوه طالبانو سمدستي ورسره خپل تکتیکونه بدل او د بمباري له تلفاتو یې ځان وژغورو خو ولسي خلګو ته یې ملا ماتوونکي ځاني او مالي تاوانونه واړول.

د امریکایانو په بمباریو کې د ولسي خلګو بي کچې مرګ ژوبلې په ولس کې هم د امریکایانو او د امریکا پلوي دولت خلاف انتقامي روحیه قوي او هرڅوک دیته اماده کړل چې کله او چیرته به پر امریکایانو او د هغوی پر پلویانو په برید کولو سره د انتقام تنده ماته کړي، هماغه وه چې د الخندق عملیاتو پیل د ولسي ځوانانو د انتقامي تندې ماتولو لپاره یوه زمینه مساعده او د امریکايي بمباریو د قربانیانو پاتي شونو په یوه غږ له الخندق عملیاتو سره خپله مرسته پیل کړه.

کنه له نظامي نقطه نظره ۹ میاشتې د یوې ساحې تر بمبار لاندې نیول او د پرمختللیو جنګي او استکشافی الوتکو په ذریعه د هغې څارل دا ایجابوي چې هلته باید د مقاومت ټول مزاحمت کوونکي عناصر له منځه یووړل شي.

خو داچې د دې فرضیې خلاف په همدې بمبارشوي ساحې کې موجود مقاومتي عناصر(طالبان ) تر پخوا په لا قوي حالت کې د بهرنیو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې راڅرګندیږي ، د هغوي د ټولو پرمختللو جنګي وسائلو او محاربوي تکتیکونو په ناکاره کولو سر بیره پرهغوی وژونکي بریدونه کوي ، د هغوي له ټولو هوايي او ځمکنیو احضاراتو سره سره له هغوی څخه محاربوي ابتکار په خپل لاس کې اخلي او هغوي په یوه مورال بایللی دفاعي حالت کې ساتي، له هغوي څخه پراخې سیمې تصفیه کوي، په زرګونو افراد یې وژني ، ژوبلوي او ژوندي یې نیسي … دیته د طالبانو له محاربوي اعجاز پرته په معاصرو پوځي مصطلحاتو کې بله هیڅ نوم او توجیه نشي برابریدای.

۴- عملیاتي هماهنګي

د الخندق عملیاتو بله مهمه ځانګړنه په عملیاتي بهیر کې د ټول هیواد په کچه د طالبانو ترمنځ عملیاتي هماهنګي ده چې له شماله نیولې ترجنوبه او له ختیځه نیولې تر لویدیځه پوري په عملیاتي ساحه کې په هماهنګ ډول پلي کیږي او دښمن ته د دې فرصت نه پیدا کیږي چې له یوې نقطې څخه په بلې نقطې کې د خپلو تر برید لاندې افرادو حمایت وکړای شي.

که څه هم چې د کابل حکومت دفاعي او امنیتي چارواکي په لسو یا اوو (۷) ولایتونو کې د الخندق عملیاتو د پوځي فعالیتونو د تشدید خبره کوي خو واقعیت دادی چې طالبانو د الخندق عملیاتي پلان له مخې په ټول هیواد کې د بهرنیو ځواکونو او د هغو د ملاتړو خلاف د استهداف او له منځه وړلو لړۍ پیل کړې او په هره سیمه کې یې هغوی په جلا جلا ډول مصروف ساتلي دي.

خلاصه : د الخندق عملیاتو د امریکا او ناټو پوځي وړتیا وونګوله

امریکا په نړیواله کچه د یوه پرمختللي نظامي ځواک لرونکي هیواد او ناټو د نړۍ په کچه ترټولو مجهز او قوي پوځي تړون په توګه په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې له شکست سره مخامخ دي.

دا خبره د طالبانو تبلیغاتي ادعاء نه بلکې خپله د پنټاګون او ناټو د پوځي کار پوهانو او د واشنګټن پوسټ ، نیویارک ټایمز او نورو معتبره امریکايي رسنیو د مشهورو سیاسي محللینو ژوندي اعترافات دي.

دا چې طالبان په ګوریلايي اوجبهه يي جګړه کې تر ۱۷ کلونو مقاومت وروسته په داسې مرحلې کې قرار لري چې هم امریکایان ګواښي او هم د هغوي سترپوځي حلیف ناټو دا له شکه پرته د بهرنیانو په مقابل کې د طالبانو هغه اعجازي مشخصه ده چې له امریکا او ناټو نیولې تر بل هرچا پوري هیڅوک هم تري انکار نشي کولای.

د طالبانو د دې معجزانه بریالیتوب رمز دوه شیان دي:

لومړی: د مقاومت لپاره مشروعه مذهبي انګیزه

دوهم : د مقاومت ولسي والی.

سره له دې چې په نظامي لحاظ د طالبانو او امریکا جمع ناټو د پوځي ځواک مقایسه هیڅ د پرتلې وړ نه ده خو بیاهم لیدل کیږي چې په عملي ډګر کې د الخندق عملیاتو د امریکا او ناټو ټول تکتیکونه او ستراتیژي وي د هغوی له ټول پوځي او تخنیکي تفوق سره ننګولې او اوس خبره دیته رسیدلې چې طالبان د الخندق عملیاتو د دوهمې مرحلې د پیلیدو په ترڅ کې د ولایتونو د مراکزو فتح کولولړۍ پیل کړي.

د الخندق عملیاتو د دوهمې مرحلې د پیلیدو خبره خو خپله د طالبانو په پوځي چارواکو پوري مربوط مسؤلیت دی خو دم ګړۍ دې عملیاتو په دومره کم وخت د تیروکلونو د عملیاتو په نسبت ډیر کامیاب او ډیرې مثبتې لاسته راوړنې لرلي.

که طالبان په الخندق عملیاتو کې د هغو د بریالیتوب عواملو( د ملکي تلفاتو مخنیوي او عملیاتي هماهنګي) ته نورهم متوجه شي ښايي په مستقبل کې تر دې نورهم بریالي او جانب مقابل ته سخت ننګوونکي تمام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

طالبانو ته سلامونه وړاندې کوم بيا که په رښتيا د اسلامي اصولو لپاره له اخلاصه ډک اقدامات ترسره کوي او انسانيت چې د اسلامي اصولو لومړى فکر او خيال ساتنې رکن دى چې حتا الله سبحان وتعاالله قرآن کې هم يادونه کړې چې، حقوق العباد په پام کې ونيسئ. د الله ج د قوانينو ګناهګار أن به وبښل شي خو د انسان په مقابل بل انسان خيانت وکړي او وې ځوروي هغه چې هاغه ځورېدلى انسان يې ونه بښي الله ج يې مجرم ګڼي، نو د همدې لخاطره يوه هيله د انسانيت په پار له طالبانو مشرانو ګېږي چې د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x