fbpx

راشد خان: د یوه مقام ترلاسه کول اسانه خو د هغې ساتل ستونزمن وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان یوې هندي ټولنیزې رسنۍ ته په مرکه کې وویل چې افغانستان لوبډله باید له بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو څخه وروسته دغه مقام وساتي.

راشد خان د افغانستان بشپړ غړیتوب او ټیسټ درجې ترلاسه کولو ته په اشاره زیاته کړه  چې، د یوه مقام ترلاسه کول اسانه دي خو د هغې ساتل خورا ستونزمن وي، داسې نه چې مونږ دغه مقام ته ورسېدو او نور پخپل ځای کښینو.

لکه څنګه چې افغانستان په تېرو دریو کلونو کې یو شمېر لاسته راوړنې لري، د ویسټ انډیز او زمبابوې په څېر لوبډلو ته ماتې ورکوي، همدا ډول یې لوبغاړي په یو شمېر بهرني لیګونو کې لوبیږي او تر دې دمه ښه ځلیدلي دي.

د راشد خان په وینا افغانستان په کرېکټ کې ښه پیاوړي لوبغاړي لري، د ملي لوبډلې ترڅنګ د ۱۹ کلنو ځوانانو په کچه هم ښه لوبغاړي لري، چې د افغانستان غوره لیګ (APL) په واسطه کولای شي خپله وړتیا ثابته کړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په لومړۍ کې له شاهد افریدي او انیل کومبلی څخه ډېر متاثره وو، او ددوی لوبو ته په کتلو یې لیګ سپين توپ ویشتنه غوره کړه.

راشد خان اوسمهال د هند په غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لپاره لوبیږي او ددې لوبډلې له مهمو توپ اچونکو څخه دی، چې لوبډلې ته په مهم وخت کې ښه توپ اچونه ترسره کوي او اکثره دده د توپ اچونې په واسطه یې لوبډله بریا خپلوي.

نوموړی نن ماښام اوه بجې یو ځل بیا د ای بي ډیولیئرز لوبډلې پر وړاندې سیالۍ لري، چې په تېره لوبه کې یې په زړه پورې توپ د ډیویلیئرز ویکټه غورځولې وه او خپل زوړ بدل یې ترې اخیستی وه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرېکټ د نړیوالې ټیسټ درجې بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو نه وروسته د خپلې لومړۍ ټیسټ لوبې انتظار باسي، چې دغه لوبه د هند لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل کیږي، چې ۲۸ ورځې ورته پاتې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د