په نوښار کې د ایف سي پر موټر چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): نن د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په نوښار کې د ایف سي ځواکونو پر موټر د چاودنې له امله ۱ کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د پيښې قربانیان اکثره د ایف سي عسکر دي چې د پاکستاني چارواکو په وینا د تداوي لپاره نیژدې روغتون ته رسول شوي دي.

پېښه د نوښار په کچهري چوک کې هغه مهال را منځته شوه کله چې د پولیسو په وینا یوه موټر سایکل سپور سرتیري بریدګر د ایف سي د موټر سره خپل موټرسایکل وجنګوئ او چاودنه یې ځانته ورکړه، چې له امله یې د ایف سي موټر اور واخیست او یاده مرګ ژوبله هم را منځته شوه.

ځیني پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په پېښه کې ۶ تنه د ایف سي عسکر ټپیان شوي او پاتې نور ملکیان دي چې د هغو څخه یې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

دا نو شهره نده دا نوى ښار نومېږي، په هندي اوردو ژبو کې ورته نوشهره نومېږي ځکه هغو ژبو کې خپل نومونه جوړوي خو لري يې نه، نوشهره د پښتو نوي او فارسي شهر څخه اخيستل شوى، پخپله پښتو او فارسي لرغونې ژبې دي او يو له بل څخه اغېزمن شوي. لطفآ په پښتو کې ويونه (الفاظ) سم ليکئ. مننه