fbpx

مجیب ځدراڼ په انګلستان کورني لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په غوره لیګ (Vitality Blast) سیالیو کې د همپشایر کرېکټ لوبډلې د افغانستان سوکه غوره ځوان توپ اچونکی مجیب الرحمن واخیست.

د همپشایر لوبډلې د مجیب ځدراڼ په اخیستلو خوښي ښکاره کړې او وایي چې، دوی خوښ دي چې د افغانستان ځوان با استعداده سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن یې له ځان سره په لوبډله کې شامل کړ.

مجیب الرحمن چې په ځانګړي ډول په تېر یو کال کې یو شمېر لاسته راوړنې لري او نړیوال ریکارډونه يې پخپل نوم کړل، غوره توپ اچونه کوي، چې نوموړی اوسمهال څلور ډوله توپ اچوي (off-breaks, leg-breaks , googlies and wrongun)، چې په غوره توپ اچونه یې د نړیوالو په منځ کې ځانګړی نوم پیدا کړی.

نوموړي پخپلې وړتیا ښودلو سره لومړی په ملي لوبډله کې او بیا د هند په سوداګریزو سیالیو کې خپل ځای وموند، چې اوس به د انګلستان په کورنۍ سیالیو کې خپله وړتیا ثابته کړي.

مجیب الرحمن هم په یاد لیګ کې د لوبېدو خوښي ښکاره کړې، نوموړی یې په اړه وایي: «دا زما لپاره د خوښۍ او افتخار ځای دی چې د انګلستان په کورني لیګ کې لوبې وکړم، او زه د خپل کیریئر وروستیو ننګونو په لټه کې یم، هیله لرم چې د همپشایر لوبډلې لپاره خپله وړتیا ثابته کړم او د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوبوم».

د همپشایر کرېکټ لوبډلې رئیس وایي: مونږ د مجیب الرحمن لپاره ډېر خوشحاله یو، هغه یو بااستعداده او وړتیا لرونکی توپ اچونکی دی، امید دی چې نوموړی به خپل صلاحیتونه زمونږ د بریا لپاره استعمال کړي.

له دې وړاندې راشد خان او محمد نبي هم په دغه لیګ کې اخیستل شوي دي، چې راشد خان د سسیکس شارکس او محمد نبي د لیسیسټرشائر کاونټي لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.

دغه لوبې به د جولايي میاشتې په ۴مه نېټه پېل او د ستمبر میاشتې تر ۱۵مې نیټې به په انګلستان او وېیلز کې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن اوسمهال د هند په سوداګریزو سیالیو کې د پنجاب لوبډلې لخوا لوبیږي چې تر دې دمه یې د خپلې لوبډلې لپاره د منډو په کم اوسط ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د