
آی پي ایل: راشد خان د کوهلي او ډیویلیئرز مهمې ویکټې واخیستې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې راشد خان خپل کړی ارمان پوره کړ او د ستر نامتو توپوهونکي ویرات کوهلي ویکټ یې ترلاسه کړه.
راشد خان چې په دغه لوبه کې یې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، په لومړي اور کې د ویرات کوهلي او پخپل وروستي اور کې د ای بي ډيویلیئرز ویکټه په داسې وخت کې ترلاسه کړه چې نوموړي ۶۹ چټکې منډې جوړې کړې وې.
له بل اړخه په همدغه وروستي اور کې راشد خان د انګلستان لوبډلې مسلمان توپوهونکي معین علي ویکټ هم په داسې وخت کې ترلاسه کړه چې نوموړي په ۳۴ توپونو یې د ۶ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې، او د ډیویلیئرز سره یې د ۱۰۷ منډو چټکه ملګرتیا جوړه کړه.
راشد خان وتوانېد د ډیویلیئرز ویکټې په ترلاسه کولو سره خپلې د شل اوریزو سیالیو ۱۵۰ ویکټې پوره کړي.
په دغه لوبه کې راشد خان ۴ اورونه ترسره کړل چې ۳ مهمې ویکټې يې واخیستې او یوازې ۲۷ منډې یې ورکړې، په داسې حال کې چې نورو توپ اچونکو کې باسیل تامپی ۷۰، سیدارت کول ۴۴، سندیپ شرما ۴۰ او شکیب الحسن ۳۵ منډې ورکړې.
په دې لوبه کې د ویرات کوهلي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۲۱۸ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د راشد خان لوبډلې د کین ویلیمسن په زړه پورې توپوهنې سره لوبه بریا ته نیږدې کړې وه، خو په ۱۹م اور کې نوموړي خپله ویکټه له لاسه ورکړه او همدا ډول یې د ۱۴ منډو په توپير لوبه وبایلله.
په دغه لوبه کې راشد خان او ای بي ډیویلیئرز په زړه پورې کیچونه هم ونېول، چې د راشد کیچ ته د مرمۍ (Bullet catch) نوم ورکړل شو، ځکه چې توپ ډېر په چټکۍ سره روان و او راشد خان په ټوپ اچولو دغه چټک کیچ ونیو، او د ډیویلیئرز کیچ ته د سوپر مین (Superman) نوم ورکړل شو، چې دغه کیچ ډير پورته وو او د ډیویلیئرز هوایي ټوپ وکولای شول دغه کیچ ونیسي.