کوټه: د «مددګار» ځواکونو پر مرکز ډله ییز برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د مددګار په نامه امنیتي ځواک پر مرکز باندي ګڼ شمېرو وسلوالو ډله ییز برید کړی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان دولتي او امنیتي چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ماخوستن د چمن هاوسنګ او کولا پاټک تر منځ سیمه کې د مددګار پر یوه مرکز باندي وسلوالو لاسي بمونه غورځولي او بیا یې ډزي کړي چې له امله یې د دوی په وینا پنځه تنه بریدګر وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي رسنیو ته وویل چې د بریدګرو شمېر پنځه تنه وو، ۳ تنه یې د امنیتي ځواکونو په جوابي ډزو کې ووژل شول او دوو تنو یې په خپله ځانته چاودنه ورکړه.

نوموړي وویل چې جګړې تر نیم ساعته پوري دوام وکړ.

بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند هم یوه خبرپاڼه نشر کړې او ویلي يې دي چې حالات ددوی په کنټرول کې دي، بریدګر وژل شوي او څلور تنه ایف سي عسکر هم ټپیان شوي دي.

د آی ایس پي آر په خبرپاڼه کې راغلي چې پنځه بریدګر د چاودېدونکو توکو د یوه بار موټر سره د مددګار پر مرکز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون په پایله کې برید ناکامه شو او بریدګر ووژل شول.

او زیاته کړې چې دغه برید د هغو عملیاتو په جواب کې تر سره شوی چې تېره شپه د الماس په کلي کې د پوځي استخباراتو لخوا تر سره شوی.

نن د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی وو چې د کوټې ښار هوايي ډګر ته نیژدې د الماس په کلي کې یې د وسلوالو پر ضد تېره شپه عملیات کړي دي چې په ترڅ کې د لشکر جهنګوي د بلوچستان مشر سلمان بادیني او د هغه درې ملګري ووژل شول او د پوځي استخباراتو یو افسر هم ووژل شو.

خو د لشکر جهنګوي ډلې ویاند رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي چې سلمان بادیني ددوی د ډلې نه بلکې د داعش د ډلې غړی وو.

د یادوني وړ ده چې نن د خیبرپښتونخوا ایالت په نوښار کې هم د ایف سي ځواکونو پر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې د پاکستاني رسنیو په حواله یو کس مړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي وه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.