راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې له ۱۵۰ څخه زیاتې ویکټې ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غويي، ۱۳۹۷ل): راشد خان د هند په سوداګریزو سیالیو کې په خپلو څلورو اورونو کې ۳ مهمې ویکټې ترلاسه کړې، چې په دې سره یې په شل اوریزو سیالیو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې.

نوموړي د رائل چیلنجر بینګلور لوبډلې پر وړاندې د ویرات کوهلي، ای بي ډیویلیئرز او معین علي سترې ویکټې ترلاسه کړې، چې له دې څخه یې په یوه اور کې ۲ ویکټې هم شاملې وې، او په همدې اساس یې خپلې ۱۵۱ چټکې ویکټې ترلاسه کړې.

په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لومړی مقام لرونکی تر دې دمه په شل اوریزو سیالیو کې له سلو کمې سیالۍ ترسره کړي، خو ټولې یې ۱۵۱ ویکټې ترلاسه کړي، له دې څخه یې ۴۷ ویکټې په ۲۹ نړیوالو سیالیو کې، او پاتې نورې په بهرني او داخلي لیګونو کې ترلاسه کړې دي.

راشد خان اوسمهال د دویم ځل لپاره په هند غوره لیګ کې لوبیږي، چې تر دې دمه یې ۳۳ ویکټې ترلاسه کړې دي، یو ځل د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا لوبېدلی چې ټولې یې ۱۸ ویکټې ترلاسه کړي، او همدا ډول پاتې ویکټې یې د ویسټ انډیز په کرابین لیګ او د افغانستان په کورني لیګ کې ترلاسه کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د