
چارواکي: خاص روزګان او چوره ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ دي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وایي د روزګان ولايت د چورې او خاص روزګان ولسواليو پر مرکزونو یې هم مهاله بریدونه پیل کړي، په وینا یې تر دې دمه ګڼي پوستې دوی نيولي.
ځايي چارواکي هم د شدیدو جګړو د تائيد ترڅنګ له مرکزي حکومت نه غوښتنه کوي چې که مرسته ور ونه رسیږي، ښایي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي.
د چورې ولسوال امين الله خالقي وايي، نن له غرمې وروسته طالبان له امنيتي کمربندونو ورتير شوي او د ولسوالۍ بازار ته نږدې په کلاچو سيمه کې له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.
نوموړی وايي: ((په جګړه کې تر دې دمه شپږ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.))
د ولسوال په خبره، که پر وخت مرسته ور ونه رسېږي؛ ولسوالي به سقوط شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط په اړه هم چارواکو ويره څرګنده کړې. په مشرانو جرګه کې د روزګان استازي محمد حنيف حنفي وويل: اوس مهال يوازي د امنيې قومندانۍ او ولسوالۍ مرکزونه له دولت سره دي او په پاتې ټوله سيمه طالبان واکمن دي.
حنفي زياته کړه، طالبانو د ولسوالۍ په دفاعي پوستو بریدونه پيل کړي او که د حکومت له لوري بېړنۍ مرستي ونه شي ولسوالۍ به سقوط وکړي.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼې کې ويلي چې په خاص روزګان کې يې درې پوستې نيولي ، د امنيې قومندانۍ پر مرکز او د استخباراتو پر رياست يې لا هم بريدونه دوام لري.
دغه راز طالبان وايي، د چورې ولسوالۍ د تورې چينې په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو دوې پوستې نيولي او لا هم جګړه دوام لري.
د الخندق عملياتو له پيل راهيسې طالبانو په ټول هېواد کې درنې جګړې پيل کړي چې تر دې دمه يې د څو ولسواليو سربیره لسګونه پوستې او پوځي مرکزونه نيولي.