غزل – خړو اوبو مسلماني وړې ده

محمدعلي عمري

خـړو اوبو مسلماني وړې ده
په پښتنو کي یې بیخي وړې ده

ډيـري سجدي خـو وې نبیانو کړې
توره ټاپه تـاپـرتندي وړې ده

زه یم باچـا خو په ځان نه پوهېږم
ماتر هـرځایه شاعري وړې ده

ځم پر څلورو دمور قبر لره
هغې پـر ما څومره خواري وړې ده

ستا سړيتوب عمـري کله مني
تاپه اوږوکي غـريبي وړې ده

مسلم باغ

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د