reading quran

د روژې د دويمې ورځې شعار: «د خوب وخت لاړ»

ژباړه: سعيدالرحمن

د نن ورځې ګټې:

د خوب وخت عبادت ته ورکول.

د ملائکو دعاګانې او بښنې ترلاسه کول:

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( چا چې شپه رڼا کړه، د هغه په شعار کې ملائک هم شپه رڼا کړه، دا د خوب چې راپورته کيږي: ملائک داسې وايې اې الله ! دې خپل بنده ته دې بښنه وکړه، ځکه چې ټوله شپه يې رڼا کړه)).

د وخت او اوږد عمر نه ګټه پورته کول.

د ژوند په ټولو چارو کې د الله د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د تابعدارۍ په اجر بريالي کيدل.

قرآني وړانګې:

الله تعالي فرمايلي دي: ((كَانُوا قَلِيلاً مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ)) [الذاريات:17].

ژباړه: دوی [نيکان ] به د شپې په لږه برخه کې ويده کېدل.

مطرف بن عبدالله بن شخير ويلي دي: ډېر کم به داسې شپه ورباندې راغله چې لږ به يې ارام وکړو، مجاهد ويلي دي: (( هغوی په ټول شپه نه ويده کيدل)).

امام رازي ويلي دي: (( په دې ايت کې دې خبرې ته نغوته شوې چې هغوی به تهجدونه کول او په هغې کې به يې کوښښ ترسره کولو، بيا به يې دا غوښتل چې زموږ بندګي دي ډيره او يوازې د الله دپاره شي، او د الله نه به يې د کمۍ بښنه غوښتله، او دا درسول الله صلي الله عليه وسلم طريقه هم وه: پوره سخاوت به يې وکړو سره له دې به يې بيا هم لږ او معمولي ګڼلو، ناکاره ( لئيم) خلک لږ کار ډير شميري.

د دې ډيره باريکه وجه بله دا چې هغوی لږ ارام کوي، او ارام کول د انساني فطرت غوښتنه ده، ليکن بيا هم په دغه لږ خوب کولو هم د الله بښنه غواړي.

په بې خوبۍ او ارام سره الله پاک ځکه وستايل چې د بې خوبۍ له وجې په بل عبادت کې هم اخته دي، چې د الله نه د پيشلمي پر مهال استغفار او بښنه غوښتل دي، او ځانونه يې خپل ځان ته په عجب کې کيدو او د لوی نه ژغورلي دي.

پيغمبر زموږ لارښود دی:

رسول الله صلی الله عليه وسلم سترګې به ويدې کيدې؛ خو زړه به يې بيدار و.

رسول الله صلی الله عليه وسلم به تر هغې نه ويده کيدو چې الم تنزيل السجدة او تبارک الذي بيده المک به يې ونه لوستل، په بل حديث کې دي: تر هغې به نه ويده کيده چې سورة زمر او بني اسرائيل به يې ونه لوستل.
کله به يې چې غوښتل چې ويده شي؛ نو لاس به يې د ښې اننګي د لاندې کيښود او دا دعا به يې وويله: (( اللهم قني عذابک يوم تبعث عبادک)) اې الله ! په هغه ورځ چې انسان ته دويم وار راژوندې کوي ما له عذاب نه وژغوره.

زرينې ويناوې:

ابو حامد غزالي فرمايلي دي: ډېر خوراک مه کوئ بيا به ډير څښاک کوي، ډير خوب به کوي؛ نو ډير به تاوانيان شئ، ډير خوب کول د عمر بربادول دي، د تهجدو له منځه تلل دي، طبيعت په ټنبلۍ روږدي کيدل او د زړه سختيدل دي، عمر خو قيمتې او ګران جوهر دی، دا د انسان راس المال دی چې کاروبار ورباندي کوي، خوب مرګ دی ، ډيرول يې د عمر کمول دي.

فضيل بن عياض ويلي دي: دوه خويونه زړه سختوي: ډير خوب کول، ډير خوراک کول.

ابن قيم ويلي دي: خوب زړه وژني، بدن درنوي، وخت بربادوي، انسان کې غفلت او ټنبلي پيدا کوي، ګټور خوب هغه دی : چې د اړتيا پر مهال وشي، د شپې د لومړی برخې خوب ستايل شوي او ګټور دی د شپې د اخرې برخې خوب نه، د ورځې د منځ وخت خوب کول له دواړو اړخو ګټور دي ،هر کله چې خوب دواړو اړخونو ته نږدې شي، ګټه يې کمه شي، تاوان يې ډير شي، په ځانګړي ډول د مازديګر خوب ، د ورځې د اولې برخې خوب کول يوازې د هغه چا د پاره چې شپه يې رڼا کړې وي.

او د دوې په وړاندې د خوب مکروه وختونه هغه د سهار د لمونځ او د لمر راختلو تر منځ دی، ځکه دا د غنيمت وخت دی ، په دغه وخت کې د تلونکو لپاره تلل د عابدانو لپاره يو ځانګړی ارزښت لري، تردې چې ټوله شپه يې مزل کړی وي؛ خو دا وخت د ځان د دمه کولو لپاره هم د ناستي اجازه ورنه ورکوي تر دې چې لمر د رڼا څرک ولګيږي. ځکه دا د ورځې کونجي او اوله برخه ده ، د رزق د راښکته کيدلو وخت دی، خپله برخه ترلاسه کولو او د برکتونو د نازليدلو وخت دی ، له دې نه ورځ پيل کيږي ، پکار دا ده چې اړ او محتاج په څير خوب وکړي.

يا طويل الرقاد والغفلات کثرة النوم تورث الحسرات

ان فی القبر ان نزلت اليه لرقادا يطول بعد الممات

ژباړه: اې د ډېرخوب روږي او د غفلت څښتنه، ډېر خوب انسان ته خپګانونه راوړي. کله چې د مرګ وروسته قبر کې کيښودلی شوې بيا به ډېر خوب وکړې.

په زړه پورې کيسه

د بې خوبۍ له امله به په عمر بن خطاب رضي الله عنه باندې د ستړتيا نښې له ورايه ښکارېدې، چا به ورته وويل: ولې نه ويده کيږئ، ويده شه؟ هغه به وويل: که د ورځې ويده کيږم، رعيت به مې برباد شي، او که د شپې له مخې ويده کيږم بيا به خپل ځان برباد کړم !!

لږ خوب کوونکی بريالی دی

جعفر بن زيد وايي: موږ د جنګاليو سره کابل ته لاړو، او په لښکر صلة بن اشيم هم ملګری و، د شپې د خلکو له خوا نه جلا شو، ما د ځان سره وويل : نن زه د دې دا عمل څارم چې دا څه کوي او خلک يې څومره ستاينه کوي، نو لمونځ يې کولو ، بيا يې ډډه ولګوله ، کله چې خلک په خواږه خوب ويده شول، تر دې چې په دې يقيني شو چې خلک په درانده خوب بيده شول، راپورته شو زما خوا يو ځنګل ته ننوتو، زه هم ورپسې ورننوتم، اودس يې وکړو په لمونځ کولو يې پيل وکړو، يو زمری يې خوا ته راغی، زه په بيړه باندې ونې ته وختم، زمري ورته کتل آفتراه التفت الیه او عذبه حتی سجد، ما وويل : ما ويل چې اوس به يې داړي، خو هيڅ يې هم ورته ونه ويل په تشهد کښيناست بيا يې سلام واړولو . زمري ته يې وويل: اې درنده! خوراک دې بل ځاي وپلټه، زمری بېرته راوګرځيدو داسې اوازونه يې کول تا به ويل چې دا غرونه و چودل، همدارانګه يې خپل لمونځ کولو تر دې چې سهار شو، د دعا د پاره کښيناستو د الله يې داسې حمدونه وويل چې ما نه اوريدلي نه وو،بيا يې وويل: اې الله ! ما د جهنم د اور نه وژغوره، ايا زما په رنګ انسان دا زړه کولی شي چې له تا دې جنت وغواړي؟!! [زه دومره نه يم، چې جنت له تا وغواړم؛ خو د جنهم له اور نه مې وژغوره]، بيا خپل ځای يې ته بېرته وګرځيده، ګويا چې په حشايا يې شپه تېره کړيده، الله ته علم دی چې زه په دغه ورځ د خوب نه کولو له امله څومره ستړی او ستومانه وم.

په روژه کې خوب

روژه مو د خوب لپاره د ټاکلي وخت په برابرولو روږدي کوي، او وخت مو له ګټورو کارونو ډکوي.

دا شعار چې (( د خوب وخت لاړ))، (( د آرام وختونه لاړل))، علت: په بندګۍ کې د بې خوبۍ مياشت راغله، د بندګۍ په خوند کې د ځان ستړی کولو وختونو حاضر شول، الله ته د ځان د نږدې کولو شپې رانږدې شوې.

روژه موږ ته دا راښايې چې ستا توان ستا د خيال نه ډير بالا دی، لږ وخت خوب کول ستا د پاره پوره دی، نور وخت لمونځ او قيام د پاره دی، ومن قدر مرة قدر مرات ، ومن کسر حاجز الانجاز فی شهر سقف طمواحاته علی الدوام.

د بندګۍ ډير وختونو په روژه کې د شپې دي، که شپه دې برباده کړه؛ نو ډېر خير درنه پاتې شو، نو د خوب وختونه دې لږ کړه، او د ورځې خوب باندې [قيلولة] د توان برابره کوه، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( قيلوا فان الشيطان لاتقيلوا)) تاسې قيلوله کوي، ځکه شيطان قيلوله نه کوي. قيلوله د شپې بندګۍ په کولو کې مرسته کوي.

په ياد ولره!

د خوب هره ګړۍ چې تېره شوه، په ژوند کې د زياتېدونکي ګړۍ برابر دی، زړه به دې له خوښې والوزي چې ته يې په قبر کې ګټې وويني.

دعاګانې

اللهم اکفني من النوم باليسير.

لاتجعل منامي عن طاعتک واجعل منامي عن معاصيک.

اجعلني احتسب نومتي واحتسب قومتي فانال اجر النوم واليقظة

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د