نبوي حدیث

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – نهمه برخه)

مولو فضل ربی (کوه صافي وال)

۱. مَنْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ. صحیح البخاري

ترجمه : چا ته چې الله تعالی د خیر اراده وکوي هغه ته په دین کې پوهه ورکوي .

۲.شرار الناس شرار العلماء في الناس .كنز العمال

ترجمه : بد د خلکو بد علماء دي په خلکو کې .

۳. الْمَيِّتُ يُعَذَّبُ فِي قَبْرِهِ بِمَا نِيحَ عَلَيْهِ. صحیح البخاري

ترجمه : مړي ته په قبر کې په عذاب کيږي چې په هغه باندې ژړا کیږي (که چېرته دی پدې کار خوشحاله وي او یا لکه ځینې جاهلان پدې یې وصیت کړي وي چې په ما پسې به ژاړئ) .

۴. مَوْضِعُ سَوْطٍ فِي الْجَنَّةِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا. صحیح البخاري

ترجمه : په جنت کې د یوې دُرې په اندازه ځای له ټولې دنیا او هغه څه نه چې په دنیا کې دي غوره دی.

۵. سلوا الله علما نافعا وتعوذوا بالله من علم لاينفع .سنن ابن ماجة

ترجمه : له الله تعالی نه فایده من علم وغواړئ او په الله تعالی باندې لداسې علم څخه پنا وغواړئ چې فایده نه کوي .

۶. سلوا الله من فضله ، فان الله عز وجل يحب ان يُسأل .سنن الترمذي

ترجمه : د الله تعالی نه د هغه د فضل سوال وکوئ بېشکه الله تعالی خوښوي چې له هغه څخه سوال وکول شي.

۷. نِعْمَ الرَّجُلُ عَبْدُ اللَّهِ لَوْ كَانَ يُصَلِّي مِنْ اللَّيْلِ. صحیح البخاري

ترجمه : عبد الله ډېر ښکلی سړی دی کاش چې د شپې مونځ یې کولی .

۸. نَارُكُمْ جُزْءٌ مِنْ سَبْعِينَ جُزْءًا مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ. صحیح البخاري

ترجمه : دا ستاسې اور (چې تاسې یې په دنیا کې بلوئ) دا د جهنم له اور څخه اویایمه برخه ده.

۹. الزنا يورث الفقر .كنز العمال

ترجمه : له زنا څخه فقر او غربت پیدا کیږي .

۱۰. زوروا القبور ، فانها تذكركم الاخرة .سنن ابن ماجة

ترجمه : د قبرونو زیارت ته ځئ دا تاسې ته آخرت در په زړه کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx