نړۍ
اسلامی کانفرانس پرنړیوالو ږغ کړیدي چی افغانستان کی جنګ ودروی
دافغانستان دکړکیچ په اړوند راغوښتل شوي غونډی ته په وینا کولو سره نوموړی دغونډي برخه والو ته وویل، وخت رانژدی شوی دي.
چي افغانستان کی نورجنګ ته دپای ټکی کیښودل شی، اودپرامنه اومترقی افغانستان لپاره باید دمذاکراتو اوخبرو لاري ولټول شۍ.
له بلي خوا په افغانستان کی دبشری حقوقو دڅارني څانګي خبرورکړیدي، چی پرافغانستان باندی دامریکي دتیري څخه بیا تراوسه پوري، تیرکال په افغانستان کی ترټولو خونړی کال وه نوموړی زیاته کړه چی تیرکال په افغانستان کی څه دپاسه ۲۴۲۱ عام وګړي وژل شوي دي، دافغانستان لپاره دبشری حقوقو دټولنی مشردغونډی برخه والو ته وویل.
چي له وژل شوي خلګو څخه ۶۰ په سلو کی دطالبانو لخوا وژل شوي اوپاته نوریی دافغانستان حکومت اونړیوالو قواوو لخوا وژل شویدي، چی دهغوی له جملي څخه ۲۱۷ نفره دنړیوالو هوایی قواوو په بمباریو کی وژل شویدي نړیوال اسلامی کنفرانس چی جده کی دغوندی مشری په غاړه لري، رسنیو ته ویلی دی، اسلامی کنفرانس چمتو دی ترڅوافغانستان کی دپایدارامن لپاره پوره رول ولوبوي.
پاته دی نه وی دنړیوال اسلامی کنفرانس په غونډه کي دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکي استاځي مارک ګروسمین هم ونډه درلوده
بخت الرحمن بخت