تصویر؛ له ارشیفه، دوه کاله وړاندې طالبانو ته تسلیم شوي عسکر

طالبانو افغان عسکرو ته د عفوې «زرین فرصت» اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، هغو دولتي عسکرو ته د عمومي بښنې ترڅنګ د سر او مال د ساتنې ضمانت ورکوي، چې له جګړې لاس اخلي او وسله پرځمکه ږدي.

طالبانو د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو ټولو پوځي قطعاتو، منسوبینو او عسکرو ته بلنه ورکړې چې له دې «زرین فرصت» څخه ګټه واخلي، د بهرنیانو او د «هغوی په لاس جوړ شوي فاسد رژیم» له صف نه راجلا شي، خپل عادي ژوند ته راوګرځي او خپلې کورنۍ له غم او مصیبته وژغوري.

په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې طالبانو افغان امنیتي ځواکونه «زموږ خپل هیوادوال» بللي او متوجه کړي یې دي چې امریکایان یې په جګړه کې د ځان په نیابت استعمالوي او د خپلو ګټو لپاره یې د طالبانو د تورې خرپ ته برابروي.

په اعلامیه کې د طالبانو اصلي هدف «یرغلګر امریکایان او د هغوی بهرني ایتلافیان» یاد شوي، خو په وینا یې افغان عسکر له دې امله د بریدونو هدف ګرځي چې «د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی په لاس د جوړ شوي فاسد رژیم دفاع کوي».

اعلامیې د دولت نظامي منسوبینو ته ډاډ ورکړی چې که له طالبانو سره له جګړې لاس واخلي او ټوپک په ځمکه کښیږدي، دوی یې د سر او مال د ساتنې تضمین کوي او په ټولو امکاناتو یې د هوسا ژوند د برابرولو لپاره هڅه کوي.

طالبانو زیاته کړې چې «فاسد چارواکي د خپلې فاسدې واکمنۍ» د بقاء لپاره د عسکرو وینې او سرونه په لاپروایۍ استعمالوي، خپل اولادونه یې په بهر کې «مزې چړچې» کوي خو د عسکرو هغه امتیازات هم غلا کوي چې د جګړې لپاره ورکول کیږي.

اعلامیه کاږي چې له جګړې څخه د لاس اخیستو مقصد دا نه دی چې دولتي عسکر دې خامخا د طالبانو په لیکو کې جګړه وکړي، بلکې مازې چې د «یرغلګرو د دفاع له صف» څخه راووځي او وسله پرځمکه کیږدي، د طالبانو د عفوې غیږ یې پرمخ خلاصه ده.

طالبان په داسې حال کې افغان امنیتي ځواکونو ته د جګړې پریښودو په صورت کې عمومي عفوه اعلانوي، چې اټکل کیږي په راتلونکو اونیو کې یې د الخندق په نامه عملیات په بې ساري ډول شدت ومومي او د افغان عسکرو لیکې د طالبانو د خونړیو بریدونو هدف وګرځي.

د اعلامیې په پای کې یو ځل بیا طالبانو په دولتي عسکرو خپلې غاړې خلاصي کړې او زیاتوي چې په راروانو ورځو کې يې په «یرغلګرو او د هغوی په ملاتړو» د توندو بریدونو ټینګ هوډ کړی او مخکې له دې چې افغان عسکر «د اشغالګرو په صف کې په بې عزتۍ» ووژل شي، د عمومي بښنې له دې «زرین فرصت» څخه دې ګټه پورته کړي.

 

5 تبصرې

  1. ډیر ښه فرست دی داهم د امارت د سرښندونکو مجاهدینو بل تخفیف اردو او پولیسو ته باید د دی عفه څخه ګټه پورته کړی او خپل ځانونه دی له هلاکته وژغوری ځکه اردو او پولیس دواړه د اشغالګری امریکا د دفاع لپاره ولاړ دی او د کفارو څخه دفاع کوی امارت د اسلام لپاره جنګیګی او دوی د امریکا لپاره ښه خبره خو داده چی دوی هم له اشغالګری امریکا او د غلام دولت څخه لاس واخلی یا د دی امارت ځواکونو سره یو شی او یا د خپل عادی ژوندته راوګرځی تر څو چی دامارت مجاهدینوته لاره خلاصه شی اومخامخ امریکایانوته مرګونی ګوزارونه ورکړی تر څو چی اسلامی نړی ددی وحشی امریکا د وحشت څخه خلاسه شی.
    بیاهم هیله کوم د اردو اوپولیسونه چی خپل ژوند وژغوری او پریږدی چی امریکا یوه خونړی ماتی وخوری په افغانستان کی او که چیری لاس نه اخلی نو تاسی به هم د امریکایانو په شان هلاک او تباه شی انشاالله.

  2. سلام علیکم ملګرو زه خو یو ځل بیا له خیره سره راغلم که ښه راغلاست مو راته اوېل ( نن .ټکي اسیا ) د ټولو کارمندانو څخه یو جهان مننه چې روغ او جوړ یاست الله مو راته خوشحال لرﺉ او بلکل الله دی وکړی چي د روژې د میاشتې څخه ګټه واخلی

  3. عبدالقدیر مهمند

    اگر نن ټکی اسیا اعلامیه عفو لسان دری آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان را به دری هم نشر کند چون اکثریت غلام بچه های اجیران صلیبی اردو پولیس موُلی زبان ملی اکثریت ملت مسلمان افغانستان پشتو را نمیدانند!!

  4. عبدالوالی فهیم صاحب،کومو ځایونو کی چه جنګونه دی ،هغه ځای کی امریکایان نشته.د امریکایانو بیسونه معلوم دی ،نو دا امریکا فری پیوانتونو کی جنګونه ولی دی؟

  5. شاغلی Zadran تا غلام بچه های اجیر نامرد سپر بازوی و در زیر رکاب اشغالگران صلیبی سگ دوی غلامی بردگی میکنند این جنگ کشتار ملت ما ادامه خواهد داشت و برای خاتمه جنگ اول غلام بچه های اجیر اردو پولیس موُلی تسلیم به آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان سربکف ما شوند و یا کشته مردار شوند و بمجردیکه غلام بچه ها تسلیم به آزادی خواهان ملت ما شوند همان شب امریکا/ناتو افغانستان وطن عزیز ما را ترک میکنند جان کاکا ایمان ناموس دین وطن تان را نفروشید ما مسلمانهای افغان خاک میخوریم اما ناموس دین خاک وطن خود را بکسی نمی فروشیم تشکر

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.