غــزل – ستا تصویر ته

“همت بدري”

په لاره کې نور نه کېنم جانانه ستا تصویر ته
بس نه ژاړم زما دژوند آرمانه ستا تصویر ته

دمخ ستوري دې شمارمه نور کوز کتلی نشم
هنداره کې بس نه ګورم آسمانه ستا تصویر ته

دستړي ژوندانه ستړې قیصې په کې راټولې
تنها ناست یمه ګورمه ګرېوانه ستا تصویر ته

دزړه په حُجر کې مې ساتلی دی له مینې
نېږدې نه پرېږدم یاره بل له ځانه ستا تصویر ته

ګمراه نشم په مینه کې دې غرق نه شم جانانه
تېرشوی یمه یاره له خپل ځانه ستا تصویر ته

قیصې دماشوم توب دې لااوس هم زما په زړه دي
تخته باندې اوس هم ګورمه ګرانه ستا تصویر ته

دژوند دستړو هیلو سترقاتله رب دې ړنګ کړه
“همت” به نور ونه ګورم زندانه ستا تصویر ته

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdurahman halem
میلمه

سلامونه زه خدمت حاظر یم