دولتي ځواکونو ته د طالبانو عمومي بښنه د سولې د تحقق لپاره یو عملي اقدام

طالبان تسلیم شوي عسکرو ته د ښه راغلاست په خاطر د هغوی په غاړه کې ګلان اچوي

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

طالبانو نن د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره ټولو دولتي ځواکونو ته د دولتي لیکو پریښودو په مقابل کې د عمومي بښنې اعلان وکړ.

طالبانو په خپلې اعلاميي کې د دولت په لیکو کې جنګیدونکو افغان ځواکونو ته ویلي چې د دولت په لیکو کې له جنګیدو څخه دي عادي ژوند ته را وګرځي، دوی به ورسره په دې لاره کې خپله هر ډول مرسته کوي .

د روان کال د غوايي د میاشتې په پیل کې د طالبانو لخوا د الخندق عملیاتو تر اعلان وروسته چې په ترڅ کې یې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ډیرې سیمي د دولت له واکه ویستل شوي دا اعلامیه د سولې د ټینګښت په لاره کې د طالبانو یو مؤثر عملي اقدام دی چې تر سره کوي یې او ښايي پر هغو امنیتي سرتیرو چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د مرګ او ژوند تر منځ ګیر پاتې دي ډیره مثبته اغیزه ولري.

د خپلواکو سرچینو په حواله د طالبانو د الخندق عملیاتو له پیله تر اوسه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر ۱۰۰۰ زیات دولتي سرتیري وژل شوي او په همدومره پیمانه ژوبل شوي هم دي .

حکومتي چارواکي د دې پر ځای چې د خپلو امنیتي سرتیرو د ژوند ژغورلو لپاره یوه موثره دفاعي ستراتیژي غوره کړي په دې فوق العاده بیړني حالت کې هم په خپل منځي اختلافاتو او ټاکنیزو غورځو پرځو لګیادي.

په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیم شویو اربکیانو او محلي پولیسو شمېر مخ په زیاتېدو دی

امریکایان او د هغوی بهرني ایتلافیان په افغانستان کې د جګړې جاري ساتلو لپاره یواځې د جګړي پوځي او لوجیستيکي تمویل کوي نور په دې قصه کې نه دي چې په دې جګړه کې په څومره پیمانه د دوي داخلي حامیان سرتیري وژل کیږي.

خو د افغان دولتي سرتیرو د ژوند ژغورلو په خاطر د هغوی په نوم د طالبانو د عام بښنې دا اعلامیه د افغان سرتیرو د نجات تر ټولو غوره هڅه او له هغو سرتیرو سره به ډیره مرسته وکړي کوم چې د هیواد په صعب العبوره کوهستاني مناطقو کې له میاشتو میاشتو راهسیې بند پاتي او دولت یې هم د خپلې ناتواني له امله له هر ډول نجات او مرستې څخه بیوسه دی.

هیواد وال له خبري رسنیو سره د هغو دولتي سرتیرو تلیفوني تماسونه اوري کوم چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې محاصره او له دفاعي او امنیتي چارواکو څخه د خپل ژوند ژغورلو غوښتنه کوي خو هغوی يي له ژغورولو ناتوانه دي.

که طالبان وکولای شي په عملي ډول د رسنیو له لارې د دولت له لیکو را بیل شویو افغان سرتیرو سره د خپل حُسن تعامل عملي (تصویري) بیلګي وښيي، ښايي دغه ټول محاصره سرتیرې له هغوی سره د مقابلې په ځای دولتي لیکو پریښودو ته ته ترجیح ورکړي.

د طالبانو دغه اقدام سولې ته د نیږدي کیدو په لاره کې داسې یوه هڅه ده چې کولای شي په جګړه کې را ګیر سرتیرو د مرګ ژوبلې مخ په لوړیدونکي ګراپ کچه تر یوې اندازې ورباندې را ټیټه کړای شي.