نړۍ

ترکیه: «پر ظلم لعنت او د قدس په ملاتړ» نیم ملیون خلکو مظاهره وکړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل): نن د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې نیم ملیون خلکو د قدس شریف په ملاتړ او پر ظلم باندي د لعنت په نامه مظاهره وکړه.

دوی چې شمېر یې د ترکي رسنیو په حواله تر پنځه سوه زره زیات وو، د جمعې د لمانځه وروسته د استانبول ښار په «اقصراي» سیمې څخه بیا د «یني قابي» تر میدان را ټول شوي وه او شعار یې ورکوی چې مسلمانان به کله هم د قدس شریف څخه تنازل ونه کړي او دغه ښار به د تل لپاره د مسلمانانو پلازمینه وي.

دوی چې د اقصی او قبة الصخره مساجدو انځورونه ورسره وه، د ځانه سره د ترکي او فلسطیني بیرغونو تر څنګ یې په وروستیو ورځو کې د فلسطیني مړو او ټپیانو انځورونه هم لیږدول او د اسرائیل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.

دغه مظاهره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان را بللې وه او هدف یې د فلسطیني ولس سره خواخوږی څرګندول او همداسي قدس شریف ته د امریکا د سفارت نقلول یې غندل و.

ددې تر مخه د ترکیې ولسمشر اردوغان د فلسطین د شهیدانو د غندلو تر څنګ په ترکیې کې درې ورځي ملي ماتم اعلان کړی وو او د اسرائیل سره یې دیپلوماتیکي اړیکي تر پریکولو تر څنګ دغه هیواد یو قاتل او تروریست هیواد بلل و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

ماشاالله دغه دی غیرتی مسلمان دغه دی د اسلامی نړی ستر اتل الله دی خپل آب او امان کی وساتی یعنی د اسلامی نړی دا نور ټول خدای شرمولی مسلمان مشران او رهبران چی دی د امریکا غلامان دی او ټول د شیطانی امریکا څخه ډاریږی ځکه ټول ګونګ او کیلی ناست دی خصوصا دا زمومږ خدای شرمولی چی د جهاد ناری یی تر کلکتی ورسیدی او په آخر کی ټول د امریکا غلامان او سپیان راوختل الله دی د دوی حشر د یو خوک سره وکوی نه د انسانانو سره . ژوندی دوی د اسلامی نږی ستر اتل او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx