اردوغان: که مو قدس ونه ساته، راتلونکی ګواښ به «مکې» ته وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د جمعې په ورځ د قدس شریف د ملاتړ په پار رابللې یوې لویې مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل چې د قدس شریف په ژغورنه کې د مسلمانانو ناکامي به ددې سبب شي چې زمونږ «مکه» په خطر کي شي.

نوموړي په استانبول ښار کې د مسلمانو هیوادونو د سرمشریزي غونډې تر مخه د نیم ملیون خلکو یوه ستر لاریون ته د وینا پر مهال وویل: «قدس یو عام ښار نه دی، بلکې یو رمز، قبله او زمونږ لپاره یو امتحان دی، که مونږ مسلمانان نن د خپلې لومړۍ قبلې ساتنه ونه کړو، نو مونږ به د خپلې وروستی قبلې «مکې» ساتنې څخه هم ډاډمن نه یو».

نوموړي وویل چې یوازي مسلمانان د قدس شریف په امتحان کې نه دي ناکامه شوي، بلکې ټوله انسانیت ناکام شو.

نوموړي د ملګرو ملتونو چوپتیا وغندله او زیاته یې کړه چې اسرائیل د کال ۱۹۴۷ راهیسي په فلسطین کې هغه څه کوي چې زړه یې غواړي، خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ورته ګوري او هیڅ نه وايي.

نوموړي پر اسلامي هیوادونو د نیوکې په توګه وویل چې زه به یې په صراحت سره ووایم، مسلمان چې په خپلو منځو کې یو له بل سره څومره په سخته چلند کوي، د خپلو دښمنانو پر ضد هغومره غیرت نه ښکاره کوي».

نوموړي وویل چې «د امریکا په پریکړي د قدس شریف اهانت وشو، هره ورځ صهیونیستان یهودان مسجد اقصی ته توهین کوي او د بوټانو سره په مسجد کې ګرځي، حرم ابراهیمي تر اشغال لاندي دی، او مونږ مسلمانان یوازي په غندلو ګوزاره کوو».

اردوغان وویل چې بې اخلاقه ظالم یوازي د قوت په ژبه پوهیږي، ځکه نو که د نړۍ مسلمانان را متحد شي او ددې ظلم پر ضد غږ اوچت کړي، نو اسرائیل به خپل ظلم ته دوام ور نه کړای شي.

نوموړي د اسرائیل په نامه هیواد یو تروریست هیواد وباله چې پر وړاندي يې باید ټوله نړۍ او مسلمانان متحد شي.

اردوغان په خپله وینا کې وویل چې د الله تعالی قوت تر هر چا ډېر دی، اسرائیل که هر څومره قوي وسله ولري، الله تعالی باندي قوي دي، او زیاته یې کړه چې اسرائیل اوسمهال ترکیه او د هغې ولسمشر هدف ګرځوي، چې دا زمونږ پر حقانیت دلالت کوي.

نوموړي وویل چې عثماني خلافت د ۴۰۰ کالو لپاره د فلسطین او قدس شریف ساتنه وکړه، د عثماني خلافت د سقوط وروسته تر اوسه هم د فلسطین پر دیوالونو باندي د وینو اثار پاته دي.

نوموړي ملګري ملتونه ملامت کړه چې ولي د امریکا د ولسمشر پر پریکړو پټه خوله ده، دغه چوپتیا یې پر دې دلالت کوي چې دوی هم د امریکا سره په ظلم کې شریک دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

اردوغان په خپله وینا کې وویل چې د الله تعالی قوت تر هر چا ډېر دی، اسرائیل که هر څومره قوي وسله ولري، الله تعالی باندي قوي دي،
پورته جمله اصلاح کړي

سلطان سباوون
میلمه
سلطان سباوون

په خپله وینا کې وویل چې د الله تعالی قوت تر هر چا ډېر دی، اسرائیل که هر څومره قوي وسله ولري، الله تعالی باندي قوي دي،