جلال اباد: د کرېکټ په لوبغالي کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې / انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د کرېکټ لوبغالي ته څېرمه چاودنې شوې او ورپسې ډزي شوي چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تفصیلاتو سره سم د جلال اباد په یاد لوبغالي کې تېره ورځ د «رمضان کپ» په نامه لوبي پیل شوي چې د شپې تر سره کیږي، ویل کیږي چې نن هم دچاودنو پر مهال په لوبغالي کې لوبه روانه وه.

ځینو سرچینو ویلي چې درې چاودنې وشوې، دوه په میدان کې دننه او یوه له میدانه بهر شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر پنځوس زیات نور ټپیان شوي دي.

په لوبغالي کې لګېدلی د ښه راغلاست لوی بینر

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

دې بدی پېښی دوه ځله سخت غمجن کړم. اولاً د بې ګناه انسانانو وژنی، چه خدای دی ټول غرق رحمت وګرځوی او قاتلین او تروریسټان دی خدای په جهنم کی وسوځی. ثانیاً د افغان خیر غوښتونکی پاچا امان الله خان د عکس سره د یوې لبنانۍ او غیر افغانی خیرن عکس.رولا به د غنی مېرمن وی، زموږ په ؤلس او زموږ په تاریخ څه اړه لری چه عکسونه ئې په عمومی اماکنو کی نصب دی. په عجب وچو تقلیدونو مبتلاء ده دا زموږ رسمی اداره، حتی په دموکراتیکه ترینه ټولنه کی د هیواد د لومړۍ مېرمنی!!! عکسونه نه رپیږی خو… نور لوستل »