
د سنګر معتکف
عرفاني
ټوپــک په لاس ناست پــر پیره او غزل
ځان ســــــره وايـــــي کلیمه او غزل
غــازي، طالـــــب دی د سنګر معتکف
پـر خـــوله یې ده فرضي روژه او غزل
کړي تراوېح د خـړ مورچل، مسجد کې
رب تــه مــــدام وي پـر سجده او غزل
د شرق او غرب پروا یې خیال کې نشته
ګرځوي غــــاړه کې چــانټه او غــزل
د یــــــرغلګرو زغــــــروال ټانګو ته
جـــــوړي ښه درنه بــــوشکه او غزل
څه درز او دروز د راکېټونـــو راځي
تعروض شروع دی پــــر پوسته او غزل
ستړي، ستومانه سره ټول را ټول دي
څومـره کړي کیف دا نیمه، شپه او غزل
ملګري ټول بیا ( عرفاني) ته غوږ دي
خــــــوند کوي خــوند مخابره او غزل