fbpx

د افغان سولې تت او تیاره انځور

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند

د ۲۰۱۸ له پېل څخه د سولې اړوند ځینې غونډې د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه د مدني فعالانو، علماوو، استادانو، ځوانانو او قومي ‏مشرانو لخوا د هیواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې وشوې، همدا رنګه د افغانستان سولې اړوند ځینې مهمې نړیوالې ناستې د کابل پروسي او ‏تاشکند غونډو په ګډون وشوې.‏

کابل، هلمند، پکتیا، هرات، ننګرهار، بلخ او ګڼو ولایتونو کې د سولې څخه د ملاتړ په موخه پرلتونه وشول. د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا ‏علماوو ګډه غونډه د افغان سولې اړوند وشوه.‏

تر دې مهاله لا هم د سولې برخلیک مبهم ښکاري، رښتونولي پکې نه ښکاري، د وسلوالو په زور د سولې میز ته را کش کولو او د علماو له خوا د ‏دوی د جګړې پر ضد فتوا ورکولو خبرې امریکايې او افغان کورنۍ رسنۍ خپروي.‏

د جګړې ښکېل اړخونه (امریکا او ورسره ملګري هیوادونه، افغان حکومت او طالبان) باید هر لوری د سولې اړوند رسمې متفق ادرس ولري. دا ‏مهال افغان حکومت د سولې شورا تر نوم لاندي ادرس لري، خو نه یوازي دا چې واک او صلاحیتونه یې محدود دي، بلکې د افغان حکومت په ‏دننه کې هم د سولې اړوند د یوه متفق ادرس نه شتون خلا لیدل کیږي.‏

امریکا چې په افغان جګړه کې د ايتلافي ځواکونو مشرې کوي، دوی د سولې اړوند هیڅ ادرس جوړولو ته تر دي مهاله قانع نه دي، او له ‏مسؤلیت څخه تيښته کوي.‏

طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا منلی رسمې ادرس د سولې خبرو لپاره نه لري، تر څو چې د سولې لپاره اړین منل شوي او توافق شوې ‏ادرسونه شتون ونه لري، د سولې هر ډول غونډې او ناستې به پرته له نتیجې پای ته رسیږي.‏

د کابل پروسې غونډه (۲۸ اپریل ۲۰۱۸) کې د ګډ حکومت د مشر لخوا تر ډیره د سولې اړوند مثبت وړاندیزونه وشول، ولي د جګړې اصلي لامل ‏پکې له پامه غورځول شوی وو، کوم چې په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون دی، همدا رنګه همدا د جګړې اصلي لامل په اندونیزیا کې د ‏علماوو د غونډې پر مهال له پامه غورځول شوی وو. تر څو چې د جګړې عامل (بهرني پوځیان) شتون ولري، جګړه به دوام کوي، او سولې ته ‏رسېدل به ستونزمن وي.‏

دا چې د طالبانو ولي د ګډ حکومت د مشر د سولې وړاندیز ته غبرګون ونه ښود، تر ډیره داسي ښکاري تر څو چې طالبان د نړیوالو لخوا منل ‏شوی رسمي ادرس ونه لري، همداسي وړاندیزونو ته به غبرګون هم ونه ښيې، ځکه که هر ډول غبرګون د طالبانو لخوا وښودل شي، هغه به د ‏غیر رسمې غبرګون معنی ورکوي، او نړیوال به په هغه حیثیت ورته قانع وي، لکه د کومې غیر رسمې وسلوالي ډلې غبرګون ته چې په نوره ‏نړۍ کې ګوري، او که غبرګون د دوی د خوښې وو، ښه، که نه وي، بیا به وایې چې دا د یوې وسلوالي ډلې غبرګون دی او دومره زیات اهمیت ‏نه لري. لکه همدا اوس چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ راپور ورکوي چې یو تن د طالبانو ویاند ځان معرفي کوي، ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ‏نومول شوی ( د سوري / سایې والي) او داسي نور…‏

د مجاهدینو ځینې رهبران چې د ډاکټر نجیب الله سره د سولې مخامخ خبرې یې له پېښور او اسلام اباد څخه پرته له فکر کولو سمدستې ‏ردولې، نن په کابل کې ناست او خپله تجربه یې هیره، پر طالبانو تور لګوي چې د پردیو په اشاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه ‏کښینې، هغه وخت د مجاهدینو مشرانو بالاخره په اسلام اباد کې د پخواني شوروې اتحاد د بهرنیو چارو وزیر نیکولای کوزیروف سره د اګست ‏‏۱۲مه ۱۹۱۹ وکتل، او د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه یې خبرې وکړي. او د ډسمبر ۲۱مه ۱۹۹۱ز کال کې د مجاهدینو ځینو مشرانو د ‏صبغت الله مجددې په مشرې بیا ځل د روسيې د ولسمشر د مرستیال الکساندر روتسکوی په مشرې د پخواني شوروي اتحاد له هیئت سره په ‏اسلام اباد کې ولیدل. د بندیانو د تبادلې اړوند خبرې يې وکړي.‏

په اسلام اباد کې تر لیدنو وروسته د مجاهدینو د مشرانو هیئت ماسکو ته ولاړ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر شواردنادز ته (نومبر ۱۹۹۱) کې د ‏ناستې پر مهال د مجاهدینو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر استاد رباني وویل:‏

’’ تاسي له رژیم سره د ډیالوګ خبره وکړه، موږ صریحا وویل، د ملګرو ملتونو مشر ته مو هم ویلي دي، چې هیڅ مسلمان افغان حاضر نه دی ‏چې داسي ډیالوګ چې يو طرف يې د نجیب رژیم وي اشتراک وکړي، او له نجیب سره ډیالوګ امکان نه لري. تاسي روسانو د اګست ‏مياشتی د کودتاه کوونکي د محاکمي میز ته کش کړي؟ موږ څه ډول د خپل ملت له قاتل سره خبرو ته کښينو. دا مسئله نه عدالت قبلوي ‏او نه تاسي او نه موږ. ډاکټر نجیب یونیم میلون انسانان وژلي موږ څه ډول له کولای شو هغه د خپلو اینده تصامیمو کې شریک کړو. داچې ‏تاسي وایاست شوروي په دي باره کې کوم کار نه شي کولای، موږ وايو چې د رژیم جنایتونه ستاسي په مرستو پورې وابسته دي. ’’ مجاهدین ‏درماسکو (مذاکرات با روسها) کتاب

ځینې افغانان وایې چې کله اوباما (فبروي ۲۰۱۳) له افغانستان څخه د امریکایې پوځیانو وتلو اعلان د ۲۰۱۴ تر پایه وکړ، طالبانو جګړو ته زور ‏ورکړ، ولي تر دې له مخه د مخکینې ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د هغه وخت د ولسمشر اوباما تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک (۲ مئ ‏‏۲۰۱۲) او د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره ګډې کمیټۍ کار کاوو، تر څو په افغانستان کې امریکایې پوځیانو ته په رسمې ډول اډې ورکول شي او ‏تړون یې لاسلیک شي. ‏

د ستراتیژیک تړون له لاسلیک کولو وروسته اوباما پرته له دي چې له افغان حکومت، ملګرو ملتونو او یا طالبانو سره پټ او ښکاره تفاهم ‏ولري، د خپلو پوځیانو د وتلو شکمن اعلان یې وکړ، چې په هیڅ ډول باوري اعلان نه وو، ښه به وای چې اوباما د خپلو پوځیانو د وتلو اعلان د ‏تفاهم په نتیجه کې کړی وای. ‏

ځینې افغان چارواکي په صراحت او ټینګار سره دا خبره کوي چې کله طالبانو پر کندز حمله وکړه، او کندز ښار یې تر ولکې لاندي راوست، ‏امریکا مجبوره شوه چې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي، ځکه له کندز څخه جرمنیان او ناټو ځواکونه ووتل، طالبانو حمله وکړه، ‏همدارنګه هلمند او نورو سېمو کې چې د امریکا او ناټو ځواکونه له سېمو ووتل، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړ.‏

ولي دوی دي ته نه دي متوجه چې کله ډاکټر غني واک ته ورسيد، د خپل واک په دوېمه ورځ (۳۰ سپټمبر ۲۰۱۴) يې له امریکا او ناټو سره ‏امنیتي تړون لاسلیک، او امریکا ته یې په هیواد کې ۹ اډې ومنلي چې امریکایې پوځیان به په یادو اډو کې ځای په ځای کیږي، له همدې کبله ‏وه چې امریکایانو هڅه کوله چې خپل پوځیان له ځینو سېمو څخه اډو ته انتقال او له مرګ ژوبلې څخه ځان وژغوري.‏

له همدې تړون څخه پوره یو کال وروسته (۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵) طالبانو پر کندز حمله وکړه او کندز ښار یې د څو ورځو لپاره تر خپل واک ‏لاندي راوستی، دوېم ځل یې د کندز ښار د اکټوبر ۲مه ۲۰۱۶ د یوې اونۍ لپاره تر خپل کنټرول لاندي راوست. دا معنی چې د امریکا او افغان ‏حکومت تر منځ له امنیتي تړون وروسته طالبانو خپلو حملو ته ډیر زیات زور ورکړ، کله چې تړون نه وو لاسلیک شوی، طالبانو کوم ولایت ته ‏سقوط هم نه وو ورکړی.‏

جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، دا مهال افغان ځواکونه په ډیرو لیرتو پرتو سېمو کې یوازې د ولسواليو مرکزونه په کنټرول کې لري، او نږدې ۶۰ ‏ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس کې دي، د مئ ۱۵مه ۲۰۱۸ طالبانو د فراه ولایت د ښار ډیرې برخې تر کنټرول لاندي راوستلي، نظامي ‏تجهیزات یې ورڅخه یوړل او د شپې مهال بیرته له ښاره ووتل، د مئ ۱۶مه یې بیا ځل د ښار له دننه د شپې مهال حمله پېل کړه او د ښار ‏ځینې برخې یې تر کنټرول لاندي راوستلي.‏

د غزني – پکتیکا لویه لاره د طالبانو له خوا تړل شوې، د هلمند، ارزګان، بغلان ، کندز، غور او بادغیس ولایتونو د مرکزونو په دوه او درې ‏کیلومټرې کې د طالبانو وسلوال شتون او فعالیت لري.‏

ځینې افغان سیاستوال وایې چې ولي باید له امریکا سره طالبان پر مخامخ خبرو ټینګار وکړي، کله چې دوېم ځل اوباما د مئ ۲۵مه ۲۰۱۴ ‏باګرام هوایې اډې ته راغی، خپلو پوځیانو سره یې ولیدل خو د هغه وخت له ولسمشر حامد کرزي سره یې ونه کتل، او نه د یوه خپلواک هیواد ‏د ولسمشر په حیثیت ورته قایل شو، نه یې افغانستان ته په راتګ حامد کرزی خبر وو او نه یې په بیرته تللو کې په جریان کي وو. همدا ډول ‏کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون په باګرام هوایې اډه کې کښته او د ګډ حکومت له مشرانو (ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) څخه ‏یې وغوښتل چې باګرام هوایې اډې ته د ناستې لپاره ورشي، دواړه مشران ورغلل او هلته یې د اکټوبر ۲۳مه ۲۰۱۷ په باګرام کې ورسره ولیدل.‏

ځینې وایې چې ولي طالبان د حزب اسلامي د سولې تجربې څخه ګټه نه پورته کوي، د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړي استاد محمد زمان ‏مزمل د مئ ۱۴مه ۲۰۱۸ د افغانستان د پوهنتونو د استادانو لخوا د سولې اړوند غونډې ته وویل : ’’ حزب اسلامي به اوس زده کړې وي چې ‏طالبان ولي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، او دا څومره مشکله ده، د حزب اسلامي سره د افغان حکومت له خوا ژمنه شوې وه چې د ‏شمشتو کیمپ کې افغان مهاجرو د کورنیو لپاره به په کابل کې پنډ غالی ورکوي، مګر د حکومت د ننه د اختلافاتو له امله لا تر دې مهاله ‏حزب ته ژمنه شوې ځمکه نه ده ورکول شوي. ’’‏

بله لویه ستونزه دا هم ده چې د امریکایې چارواکو او افغان چارواکو له لوري د سولې اړوند تحریفونکي نظریات وړاندي کیږي، مثلاً: جنرال ‏نیکولس د مارچ ۱۹مه ۲۰۱۸وویل: پر طالبانو فشار زیات شوی، ځینې د طالبانو له ډلې سولې ته لیوالتیا ښودلې، او موږ به پر طالبانو سیاسي، ‏مذهبي، ولسي او سيمئیز فشار لا زیات کړو، په اندونیزیا کې د علماوو کیدونکې غونډې یادونه یې وکړه چې د طالبانو د جګړې په رد او ‏نارواوالي به فتوی ورکړي.‏

همدارنګه کله چې د مئ میاشتې په ۱۱مه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دعلماوو ګډه غونډه وشوه، د پریکړه لیک سره په تحریف کې د ‏افغان رسنیو او افغان چارواکو څرګندونې هغه مهال او لا هم دوام لري.‏

سوله د ټاکنو لپاره ښه شعار ګرځول شوی، او د ټاکنو پر مهال افغان سیاستوال د ورکې سولې شعار په بدرګه کولو سره خپل پلویان زیاتوي. دا ‏ځل د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر کې د افغان ولس تت او کم رنګه ګډون دا په ګوته کوې چې دوی د سولې تر شعار لاندي نور نه غولول کیږي، ‏او رښتونې سوله غواړي.‏

په زړه پورې ده، له یوې خوا د سولې ږغ، او له بلې خوا د بمباریو، وژنو، بندي کولو ډیرښت، چې ضد او نقیض اعمال دي، د امریکایې او افغان ‏چارواکو د قول او عمل تر منځ توپیر څرګندوي.‏

د امریکا دا پریکړه چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه رسمې وپېژاندی او هلته یې خپل سفارت له تل ابیب څه ور انتقال کړ، ‏پر افغان سوله لا زیات ناوړه اغیز شیندلای شي.‏

څومره چې موږ (افغانان) سولې او له نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لرو، همدومره امریکا او حتی زیات اړتیا لری، اوس مهال په سېمه کې ډیر ‏هیوادونه د دوی نظامی، اقتصادي او سېمئیزې ګټې ننګوي، روسیه، چین، ایران او پاکستان د امریکا ګټو ننګونکې یو ځانګړې بلاک د جوړیدو ‏هڅې کوي، چې ترکیه به هم د یاد بلاک مهم غړی وي، په دغسي یو حالت کې امریکا ته په کار ده چې د افغانستان مسئلې ته جدې فکر او ‏له علمي او منطقي اړخه یې و ارزوي، په اړه یې داسي پریکړو ته ورسیږي چې نور دا اوږده جګړه ختمه، امریکایې او افغان ولس د هوسایې ساه ‏واخلي. که امریکا لا هم په جګړه ټینګار کوي، پرته له شکه امریکا بایلونکي او افغان ولس ګټونکی دی.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د