د روژې دريمه «روژه او ګاونډي»

ژباړه: سعيدالرحمن

(( د کور له پلټنې مخکې د ګاونډې پلټنه وکړه))

د نن ورځې ګټې

۱. د ګاونډي سره نيکي کول پوره ايمان دی:

له ابو شريح رضی الله عنه نه راويت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( په الله قسم چې مومن نه دی، په الله قسم چې مومن نه دی، په الله قسم چې مومن نه دی)). چا وپوښتل : اې د الله پيغمبره! دا څوک دی؟ هغه مبارک وفرمايل: (( د چا د تکليف او ضرر نه چې ګاوندي په امان کې نه وي)). په بخاري او مسلم کې داسې دي: (( څوک چې په الله او ورځ د قيامت ايمان لري؛ نو ګاونډي ته د ضرر نه ورکوي)).

۲. جنت ته ننوتل:

له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( هغه تن به جنت ته نه ننوزي چې ګاونډې يې د ده د تکليف څخه په امان نه وي)). صحيح.

۳. جهنم ته د داخليدو يو سبب ګاونډي ته ضرر ورکول دي:

د الله پيغمبر نه چا وپوښتل: اې د الله پيغمبره! فلانی ميرمن ټوله شپه تهجد کوي، د ورځې روژه کيږي، خدمت هم کوي، خيرات هم ورکوي؛ خو ګاونډيانو ته په ژبه تکليف ورکوي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: (( هيڅ خير په کې نشته، دا به اور [جهنم] ته ځي. بيا يې وفرمايل: فلانی ميرمن يوازي فرض لمونځ اداء کوي، او د پنير يو څو ټوټې خيراتوي؛ خو چا ته په ژبې سره ضرر نه ورکوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ((دا ميرمن به جنت ته ځي)). د امام احمد په روايت کې داسې دي: (( په ژبه ګاونډيانو ته ضرر نه ورکوي)).

۴. د الله د پيغمبر د خيريت [د نيک والي] ګواهي:

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( الله ته هغه ملګري غوره دي چې د خپل ملګري د پاره ښه وي، او الله ته غوره ګاونډيان هغه دي چې د خپل ګاونډي لپاره ښه وي)).

قرآني وړانګې

الله پاک د لسو حقونو په باره کې وايې: ((وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا )) [ النساء: 36].

ژباړه: او تاسو د الله عبادت کوئ، هيڅ شی ورسره مه شريکوئ، د مور او پلار، د خپلوانو، يتيمانو، مسکينانو، خپلوان ګاونډي، د څڼګ ګاونډي، د څنګ ملګري، د مسافر او خپلو وينځو ، مريانو سره ( ښېګڼه کوئ)، بيشکه الله کبر جن او ډير فخر کوونکی نه خوښوي.

((وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى)) څوک دی؟

هغه څوک چې ستا او د هغې تر منځ خپلولي وي.

چا ويلي دي: هغه څوک چې له تا سره ګاونډ کې نږدي وي.

چا ويلي دي: خپله ميرمن ترې مراده ده.

((وَالْجَارِ الْجُنُبِ)) څوک دی؟

چا ويلي دي:

هغه څوک چې په عرف کې ګاونډي شميرل کيږي، ستا د کور او د هغه د کور تر منځ څه خالي ځاي وي.

چا ويلي دي: هغه څوک چې ستا او د هغې ترمنځ خپلولي نه وي.

چا ويلي دي: هغه څوک چې مسلمان نه وي.

پيغمبر زموږ لارښود دی

۱. له ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی يو تن رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د ګاوندي نه شکايت وکړ،هغه مبارک ورته وويل: (( ځه لاړه شه ، صبر وکړه))، په دويم او دريم وار يې بيا رسول الله صلی عليه وسلم ته له ګاونډي شکايت وکړ. هغه مبارک ورته وويل: ((کور ته لاړ شه، د کور سامان دې لارې ته راوباسه او په لاره کې يې کيږده، هغه هم خپل سامان لارې ته کړ، لاروو به پوښتلو چې ولې ؟ هغه به ورته د ګاونډي نه د شکايت خبره کوله، خلکو په هغه سړي باندې لعنتونه ويل پيل کړل، الله دې داسې کار ورباندې وکړي، او داسې، ګاونډي يې راغي ورته يې وويل: کور ته بېرته لاړ، نور به له ما داسې څه ونه ويني چې ته ورباندې خفه شي.

۲. ميرمنو ته به رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې وصيت کولو(( اې مؤمنو ميرمنو! يوه ګاونډۍ د بلې ګاونډۍ ورکړه سپکه مه ګڼئ، آن که د ګډ ښنګړی ولې نه وي.

فرسن[ښنګری]: دا هغه هډوکی دی چې لږه غوښه لري، او دلته ترې د ګډ ښنګړی مراد دی، معنا د حديث داسې ده: يوه ګاونډۍ دې د بلې ګاونډۍ ورکړه سپکه نه ګڼي، آن که داسې څه يې هم ورکړل چې ډيره ګټه ترې نه اخستل کيده. په ټوليز ډول له دې حديث نه دا دوه ګټې ترلاسه کيدای شي:

۱. يوه ميرمن چې هر څه خپلې ګاونډۍ ته ورکوي هغه دې کم نه ګڼي.

۲. چا ته چې د ګاونډۍ له لورې څه ورکړل شول، که لږ او نا چيزه ولې نه وي؛ خو سپک دې نه ګڼي.

پيغمبر صلي الله عليه وسلم په دې حديث کې ولې ميرمنې مخاطبې کړي دي ؟

۱. ځکه ميرمنې په اکثر ډول باندې چې څه ورته ورکړي سپک يې ګڼي.

۲. ميرمني د نارينو په پرتله د ګاونډ سره ډيره اړيکه لري، ځکه چې ميرمني په کور کې وي.

۳. په کورونو کې د مېنې او دښمنۍ بنسټ جوړونکې هغه ميرمنې دي.

زريني ويناوې

۱. حسن بصري رح ويلي دي:

ښه ګاونډيتوب يوازې دا نه دی چې ګاونډي ته تکليف نه ورکوې، بلکې ښه ګاونډيتوب دا دی چې د ګاونډي په تکليف باندې صبر وکړې.

۲. ابن العربي په احکام القرآن کې ويلي دي:

د عقل، سړيتوب او ديندارۍ له اړخه په اسلام کې او له اسلام نه وړاندې د ګاوڼديتوب لوي عزت و، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

(( جبريل به تل ما ته د ګاونډي په اړه وصيت کولو، تر دې چې ما داسې وانګيرله لکه چې ګاونډي له ګاونډي ميراث وړونکی هم دی)). صحيح.

۳. منصور فقيه به د ځينو ګاونډيانو په ستاينه کې داسې ويل:

يا سائلي عن حسين وقد مضی اشکاله ««« اقل ما في حسين کف الاذی واحتماله

ژباړه: اې د حسين په اړه له ما پوښتنه کوونکی، هغوي خو له دې ځايه تللي دي، حسين چا ته تکليف نه ورکولو او چې چا به تکليف ورکولو؛ نو صبر به يې ورباندې کولو.

په زړه پورې کيسې

۱. عربو خلکو به د ښه ګاونډيتوب په اړه متل ويلو : (( ګاونډي خو د ابو داود د ګاونډي په څير وي))، يو تن چې نوم يې کعب بن مامه و، څوک به چې د کعب په خوا کې ديره شول او مړ به شو؛ نو د ديت په اندازه مال به يې ورله بچيانو ته ورکولو، که اوښ او څاروی به يې مړ شو، بل به يې ورته ورکولو، يو وخت شاعر ابو داود د کعب ګاونډي شولو، د شاعر ابوداود سره به يې هم د نورو ګاونډيو په څير تعامل کولو؛ نو له دې امله عربو به کعب د ښه ګاونډيتوب په اړه د بيلګې په ډول يادولو او ويل به يې: (( ګاونډي خو د ابو داود د ګاونډي په څير وي)).

۲. يوه ورځ امام مالک رحمه الله په لاره تيريده له يوې ماشومې يې يو شعر وواريدو:

انت اختي و انت حرمة جاري ««« وحقيق علي حرمة جاري

ان للجـــار ان تغيب غيبـــــــــا ««« حافظا للمغيب والاسرار

ما ابالي اکان للجــــــار ستر ««« مسبل ام بقي بغير ستار

ژباړه: ته زما خور او زما د ګاونډي عزت يې، او په ما د ګاونډي عزت ساتنه فرض ده، کله چې ګاونډي د يو کار پسې لاړ شي بل ګاونډي ته ښايې د هغې د کور او رازونو ساتنه وکړي، زه خو دا پروا نه لرم چې زما ګاونډي [د ځان ژغورنې په نيت]پرده ځړولې او که بې ځړولې پردې ژوند کوي.

کله چې امام مالک رح دا شعر واوريده ويې ويل دا خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ.

ګاونډيتوب په روژه کې څه دی ؟

۱. روژه ماتي لپاره ګاونډي ته بلنه ورکول.

۲. د روژې د مياشتې په راتلو سره ورته مبارکي ورکول.

۳. د لمونځ لپاره يې له ځانه سره جومات ته بوتلل.

۴. سهار ورسره د پوښتنې په پار ميلاويدل.

دا ټول هغه کارونه او وختونه دي چې بې لارې اوبه خپلې ځاي ته شي، او د روژې په مياشت کې د ګاونډيانو زړونه نرم، او د زړه سوی او مينې څخه ډک شي. دا وخت د دې کار لپاره ښه په لاس راغلې فرصت وګڼو.

څه کول پکار دي؟

۱. په کوم کارکولو کې چې ګاونډي ته ضرر او تکليف وي؛نو ضرر مه ورکوه.

۲. ګاونډيانو ته خوراک ورکوه، او ځان ته د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دا حديث راياد کړه:

(( اې ابو ذره! کله مو چې شوروا پخه کړه؛ نو اوبه په کې ډيرې کړه، د ګاونډيانو برخه په کې وکړه)).

۳. روژه ماتي ته يې راوبله، د ځان سره يې جومات ته بيايه.

۴. د ګاوڼدي ماشومانو ته ډالۍ ورکوه، په دې کار سره ته د ګاونډي او د هغه د بچيانو زړونه ترلاسه کولی شي.

دعاء

اللهم اني اعوذ بک من جار السوء في دار المقامة فان جار البادية يتحول.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د