افغانستان

طالبان: برتانويان دې تر بیا راتګ وړاندې «تېر تاریخ ولولي»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غويي، ۱۳۹۷ل): د برتانيې دفاع وزیر لومړۍ وزیرې ته په لیکلي مکتوب ویلي، چې په افغانستان کې د ځواکونو د ډېرولو هوډ لري.

طالبان وايي برتانویان دې دلته تر بیا راتګ وړاندې خپل تېر تاریخ ولولي، د طالبانو د اعلاميې له مخې برتانیا د امریکا د فشار له امله د ځواکونو د لېږلو هوډ نیسي.

ګارډين برتانوۍ ورځپاڼه هم وايي چې برتانیا د امریکايي ولسشمر په غوښتنه خپل سلګونه ځوانان په افغانستان کې له لاسه ورکړل.

ګارډين وړاندې لیکي، په افغان جګړه کې د برتیانوي عسکرو وړاندیني ګډون په اړه هم ۵۶ سلنه خلکو مخالفت ښوودلی و، دې ورځپاڼې د «برتانیا خپل ځوانان د ټرمپ په غوښتنه افغانستان ته نشي لېږلی» تر سر لیک لاندې لیکنه کې لیکلي چې په دې جګړو کې سلګونه زره تنه وژل شوي، میلیونونه ټپیان او ګڼ نور بې ځایه شوي خو طالبانو لا وده وکړه.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې پر برتانوي ولس هم غږ کړی چې خپل مشران دې پوی کړي چې د دوی ځوانان د امریکايي ستراتېژي قربانیان نه کړي.

په اعلامیه کې د پېغور په ډول ور یاده شوې: «د برتانیا چارواکو ته ښايي چې په تیر تاریخ کې په افغانستان د څلور ځلې پوځي یرغل او د میوند، لته بند او هلمند په ډګرونو د پېښو شویو وقائعو تاریخ دې په دقت وګوري تر څو د راتلونکي پوځي ستراتيژۍ په ټاکلو کې ور څخه استفاده وکړي.»

اعلامیه کې برتانویانو ته ویل شوي، چې د دوی ځواکونه به بېرته یا بې روحه جسدونه وي یا هم معیوب او ناروغ کسان، «موږ په برتانوي ولس هم غږ کوو چې خپل نظاميان او حکومتي چارواکي دې ته پرې نږدې چې د دوی اولادونه بیا د افغانسان جګړې ته را ولیږي، دلته د بې دفاع او مظلومو افغانانو ویني تويي کړي او خپله هم د افغانانو په لاس ووژل شي او په پایله کې بې روحه اجساد، معیوب لاشونه او په رواني ناروغیو اخته په مړژوانده حالت کې بیرته برتانیا ته ستانه شي.»

برتانیا دم ګړۍ په افغانستان کې ۶۰۰ عسکر لري چې دعوه کوي افغان عسکرو ته روزنه او مشورې ورکوي، د تازه زیاتېدونکو عسکرو شمېر ۴۰۰ تنه ښوودل شوی، چې تر اوسه لا د لومړۍ وزیرې توافق نه دی تر لاسه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x