افغانستان

غزني: اجرستان ولسوالي سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غويي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اجرستان ځايي مسؤلین وايي ولسوالي يې له ګوتو په وتلو ده.

د دې ولسوالۍ ولسوال حمدالله نن سهار له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو پرې د محاصرې کړۍ تنګه کړې او که په څو ساعته کې مرسته ور ونه رسېږي ولسوالي به طالبان ونیسي.

طالبانو چې په تشکیلاتو کې يې دا ولسوالي د دایکندې ولایت ګڼل کېږي، د ولسوالۍ د نیولو خبر نه دی ورکړی خو وايي تېره شپه يې پرې بریدونه کړي دي.

که څه هم د اجرستان ولسوال نن سهار مهال هم د جګړې د شدت خبر ورکړ، خو طالبان وايي د دوی ځواکونو تېره شپه تر یوولس نیمو بجو پورې په شوې جګړه کې اته مرکزونه او دوه پوستې تر بریدونو لاندې نیولې وې.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د دریو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې شوي دي، د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ لا هم د دوی تر محاصرې لاندې ده.

د اجرستان ولسوال تر سهاره پورې د ۱۴ عسکرو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

طالبانو ویلي په جګړه کې له دولتي ځواکونو څخه «یوثقیل ، یوراکټ ، یو کارمولي ټوپک ، ۱۵ د راکټ مرمۍ، ۵۰۰۰ د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، ۴ موټرسایکلونه اوګڼ نورمهمات» ګوتو ته ورغلي دي.

د غزني ځايي چارواکي هم د دې ولسوالۍ وضعیت اندېښمنوونکی بولي، خو وايي تازه دمي ځواکونه ور پر لاره دي.

دا په داسې حال کې دی چې درې ورځې وړاندې طالبانو د دې ولایت جغتو ولسوالي ونیوله او مرکز ته څېرمه روضه کلي کې يې د پینځو پوستو د نیولو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x