افغانستان

د نېکولسن په ملتیا څو تنه لوړپوړي چارواکي فراه ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غويي، ۱۳۹۷ل): په فراه کې له سختې جګړې وروسته د بهرنیانو عمومي قومندان جنرا نېکولسن، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د ملي امنت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دې ولایت ته په ناڅاپي سفر روان شول.

د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په فراه کې د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې دلته د جګړې شدت د «اوبو له ستونزې» سره تړاو لري.

هغه وویل په هېواد کې نږدې ۲۰ «ترهګرې ډلې» فعالیت کوي، چې افغان حکومت يې پر وړاندې سره پاشلی په مقاومت بوخت دی.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، دوی له یوې پېچلې جګړې سره لاس او ګرېوان دي، خو بیا هم دوی هڅه کوي چې جګړه سمه مدیریت کړي.

سره له دې چې افغان ځواکونو په فراه کې د بهرنیانو له ملاتړ سره سره دروند ځاني زیان ولید، ویس احمد برمک وویل دوی د هغو عسکرو قدرداني کوي چې طالبان يې په شا تمبولي.

په فراه کې ځايي مسؤلین که څه هم وضعیت د ډاډ وړ بولي، خو بیا هم افغان ځواکونه د تیارسئ حالت کې ښکاري.

د دې ولایت والي عبدالبصیر سالنګي امریکا غږ ته ویلي، چې له څو ورځنۍ سختې جګړې وروسته يې د ښار امنیتي کمربندونه ځانګړو ځواکونو ته سپارلي دي.

طالبانو تېره سه شنبه پر فراه ښار برید وکړ چې د ملي امنیت او زندان په ودانیو سربېره يې ګڼې دولتي ودانۍ ونیولې، په دې جګړه کې طالبانو د ۶۳ عسکرو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو او ژوندي نیولو خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزارت وویل دوی ۳۰۰ تنه طالبان وژلي او فراه يې له سقوطه ژغورلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x